Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسکو غونډه؛ د لسو هېوادونو استازو "د افغانستان وضعیت " وڅېړه

د مسکو مشورتي غونډه چې نن چهارشنبې (د لړم په ۲۵مه) د افغانستان په هکله جوړه شوه، د دغې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې پر ملي پخلاینې، ټول ګډونه حکومت، او ټيکاو ټينګار وکړ.

د دې ترڅنګ، ګډونوالو له افغانستان سره د مرستې په پار د نورو هېوادونو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

په دغې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو، ملي پخلاینې او ټیکاو یې اهمیت لرونکی وباله.

دغه روسي چارواکي په دغې غونډه کې زیاتوي چې روسیه به د افغانستان له اوسني حکومت سره خپلې اقتصادي او ډپیلوماټيکې اړیکې وساتي.

ښاغلي کابلوف وویل:«له اوسنیو چارواکو سره په دوه اړخیزو تعاملاتو کې، زموږ لومړیتوب پر اقتصادي، سیاسي اړیکو او همکاریو، پر افغاني خبرو اترو وو او په همدې منظور د وران کال په مارچ میاشت کې، یوه پلاوي کابل ته سفر کړی و.»

په دغې غونډه کې د پاکستان او هند استازو ټینکار وکړ چې نړۍ باید د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

په دغې غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي جي پي سینګ وویل:«موږ ټول اړتیا لرو چې په ګډه کار وکړو، تر دې چې د افغانانو غږ واورېدل شي او احساس وکړي چې موږ په دا ډول سختو شرایطو کې د هغوی ترڅنګ یوو.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان څرګنده کړه:«لکه څنګه چې موږ دلته خبرې کوو، په مېلیونونو افغانان سمدستي بشري مرستو لکه خوړو، درملو او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته ضرورت لري.»

د افغانستان د کنګل شويو شتمنو آزادول د دې غونډې بله برخه وه چې ځینو هېوادونو پرې ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی یو شیائونګ وايي:«امريکا په بې شرمۍ سره د افغانستان د مرکزي بانک اووه مېليارد ډالره کنګل کړې او ټولې پرمختيايي مرستې يې ځنډولې دي.»

د ایران استازي په دې غونډه کې اعلان وکړ چې د روسیې په ګډون د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به ډېر ژر په تهران کې جوړه شي.

اسلامي امارت د افغانستان د استازو له شتون پرته د دې ډول غونډو جوړول نیمګړي ګڼي. د اسلامي امارت مرستيال وياند، له نړۍ سره پر دوامداره تعامل ټينګار کوي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کریمي وايي:«    د افغانستان په اړه باندې هر ډول بحثونه او مسايل، د افغانستان د استازو له حضور پرته نيمګړي دي. اوس د افغانستان د اسلامي امارت له حاکميت وروسته د افغانستان سرحدونه او پولې تر بل هر وخت خوندي او محفوظې دي.»

د سياسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري هم وویل:«چې په دې غونډو کې که هلته د اسلامي امارت استازو حضور درلود د منطقې او افغانستان په ګټه به وه.»

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو، چې افغانستان، روسیه، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجیکستان، قرغزستان، ازبیکستان او ترکمنستان يې غړي دي.
  
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه