Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې وضعیت عادي دی

اسلامي امارت وايي چې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د تېرې ورځې له نښتې وروسته وضعیت عادي شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ډاډ ورکوي او وايي چې دواړه لوري هڅې کوي چې په راتلوونکي کې له دا ډول پېښو مخنیوی وکړي.

ښاغلي کریمي وویل:«ستونزه نشته اوس وضعیت نورمال دی، خو زموږ هیله داده چې د کرښې په ټولو سیمو کې هېڅ وخت کومه ستونزه پېښه نه شي.»

هغه ویډیوګانې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي او طلوع نیوز ته يې دقیق وخت او ځای نه دی معلوم په کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې نښته ښيي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي، کابل له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«د اسلامي امارت دریځ دا دی، چې له ټولو هېوادونو سره ښه روابط غواړي او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره د اصولو مطابق د اړیکو غوښتونکي یوو.»

خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې دواړه لوري باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ستانه ګل شېرزاد وايي:«په کار دا ده، چې طالبان د پاکستان له مشرانو سره کېني او په دې ستونزه سره خبرې وکړي او د حل لار ورته ولټوي.»

د ۲۰۳ منصوري تندر قول اردو ویاند محمد یار جواد طلوع نیوز ته د سه شنبې په ورځ ناوخته ویلي، نښته لومړی د پاکستاني پوله ساتو له خوا پیل شوې وه، چې د اسلامي امارت ځواکونو له غبرګون سره مخ شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه