Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشر حقونو څار سازمان په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنې غوښتنه وکړه

د بشري حقونو څار سازمان غواړي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال د جنګي جرمونو په اړه څېړنه وکړي.

د دې سازمان په یوه راپور کې راغلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ځینې شپني بریدونه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ شوي او دا موضوع باید تعقیب شي.

د بشر حقونو ادارې د اسیا څانګې مرستیاله پاتریشا ګوسمن زیاتوي: «په جګړه کې ښکېل اړخونه مکلف دي چې احتمالي جنایتونه وڅېړي. د جګړو پر مهال به امریکایي ځواکونو د ځینو پوښتنو په ځواب کې ویل چې ګواکې ټول وژل شوي کسان جنګیالي دي، خو ډېر کم یې داسې معلومات شریکول چې وښیي دوی دې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه جدي څېړنې کړې وي.»

د سیاسي چارو کارپوه فیهم چکري زیاتوي: «په بن کې چې یوه ناسمه پرېکړه وشوه دا وه چې ناټو او امریکايي پلاوو ته قضايي خوندیتوب ورکړل شو. د قضايي خوندیتوب مانا دا ده چې هغوی شپني عملیات کوي او یا هر ډول جنایت تر سره کوي، د څېړنې وړ نه‌دی.»

بل خوا اسلامي امارت افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه د بې پرې څېړنو ستاینه کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «زموږ هېواد شل کاله د وحشت او بمبارد تر لاندې وو، که هغوی په بې‌پرې ډول دا وحشتونه او جنایتونه وڅېړي دا به ډېر ښه ګام وي.»

په همدې حال یو شمېر کورنۍ چې د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو او بمباریو پر مهال یې د کورنیو غړي وژل شوي، د عدالت غوښتنه کوي.

د قربانیانو د کورنۍ غړی صدام زیاتوي: «له نړیوالې محکمې څخه مو دا غوښتنه ده چې زموږ ستونزه وڅېړي او له موږ سره مرسته وکړي، دا پېښه دولس کاله مخکې رامنځ‌ته شوې ده.»

د قربانیانو د کورنۍ غړی عبدالکریم څرګندوي: «موږ د حق طرفدار یوو، موږ ته دې خپل حق او حقوق راورسېږي. زموږ غوښتنې دې واورېدل شي.»

تر دې وړاندې د برېټانیا حکومت اعلان کړی و چې په هلمند ولایت کې یې ۶۴ هغو کورنیو ته چې ماشومان یې د دوی د ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوي وو، غرامت ورکړی دی.

دې سازمان په یوه راپور کې راغلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ځینې شپې بریدونه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او دا موضوع باید تعقیب شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه