د بشر حقونو د څار سازمان په خپل نوي راپور کې لیکلي، ترکیې د افغان کډوالو د شړلو بهیر ګړندی کړی دی.
په دې راپور کې زیاته شوې چې انقره پرته له دې چې د کډوالو ادعاوې وڅېړي، له خپلې خاورې افغانان ایران یا په مستقیم ډول د الوتکې له لارې افغانستان ته استوي.
د بشري حقونو د څار بنسټ په ۷۳ مخیز راپور یوې برخه کې راغلي: «د بشري حقونو څار بنسټ دا موندلې چې، په ترکیه کې یو شمېر افغانان لا هم بندیان دي. له هغو د نړۍوالو د ملاتړ لپاره د هغو له نوم لیکنې مخنیوی کېږي او هغه افغانان چې وېستل کېږي د پناه غوښتنې لپاره ډېر وخت نه ورکول کېږي.»
د بشري حقونو څار بنسټ تازه راپور د دې ښکارندويي کوي چې ترکیې له اتو میاشتو راهیسې څه باندې ۴۴ زره افغانان په جبري ډول ویستلي او دغه شمېر د ۲۰۲۱ کال پر تله د ۱۵۰ سلنې ډېروالي ښکارندويي کوي.
له بل لوري یو شمېر هغه افغانان چې په دې وروستیو کې له ترکیې په زوره اېستل شوي وايي، دوی د ترکي پولیسو له ځورونې وروسته افغانستان ته رااستول شوي دي.
له ترکیې ویستل شوی احسانالله وايي: «دوی له موږ سره ډېر ناوړه چلند وکړ، موږ یې ووهلو، داسې وهل یې راکړل چې په ټول عمر کې مو دغه ډول وهل نه و خوړلي.»
له ترکیې ویستل شوی وايي: «موږ نه غوښتل چې بېرته راستانه شو، موږ ورسره راستنېدل و نه منل، موږ غوښتل چې د کار لپاره تللي یوو او له افغانستان د خپلو ستونزو د حل لپاره ترکیې ته د کار لپاره راغلي یوو.»
د نړۍوالو چارو ځینې شنونکي د ترکیې، ایران او پاکستان په څېر هېوادونو له لوري د افغان پناه غوښتونکو وېستل د پناه غوښتنې په چارو کې د نړۍوالو قوانینو او میثاقونو ښکاره نقش بولي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه نصیر احمد ترکی زیاتوي: «له ایران، ترکیې او پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ویستل د کډوالو په برخه کې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او کولای شي د دې افغانانو ځان او حیثیت له جدي خطر سره مخ کړي.»
تر دې مخکې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، ترکیې ژمنه کړې چې، افغان پناه غوښتونکي به په زوره نه شړي او په وینا یې د همدې ستونزو د حل په موخه د کابل او انقرې تر منځ یو ګډ کمېسیون هم جوړ شوی دی.
په دې اړه مو اندونه