Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ا.ا د اسلام‌اباد غوښتنه؛ له نړۍ سره پر خپلو ژمنو ودرېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې په یوازې ځان افغان سرپرست حکومت په رسمیت نه‌شي پېژندلی او په‌دې برخه کې نړیوالې اجماع ته اړتیا ده.

بلاول بوټو زرداري د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې د وینا پر مهال زیاته کړې چې اسلامي امارت دې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري زیاتوي: «په افغانستان کې د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه پاکستان تر اوسه پورې انفرادي اقدام نه‌دی کړی، موږ غواړو چې په دې تړاو له نړیوالې اجماع سره عمل وکړو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د پېښېدو د احتمال په تړاو اندېښنه څرګندوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي: «په‌دې اړه باید عملي ګامونه پورته شي او په افغانستان کې چې سرپرست حکومت له خپلو خلکو او نړۍ سره کومې ژمنې کړي، هغه دې عملي کړي، څو یو داسې حالت رامنځ‌ته شي چې له افغانانو سره مرسته وکړای شو.»

بل خوا اسلامي امارت وایي، د اسلامي قوانینو په رڼا کې د خلکو حقونو او د هېواد ملي ګټو ته ژمن دی او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغاستان د خاورې د نه کارول کېدو په تړاو هم ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت د خپلو خلکو حقونو او د هېواد ګټو ته ژمن دی او همداراز له ټولو هېوادونو سره روښانه سیاست لري چې نه غواړي د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه شي.»

خو د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندنې لپاره باید کوم ګامونه واخیستل شي؟

د نړۍوالو اړیکو شنونکی جاوید سنگدل وايي: «یوه برنامه دې جوړه کړي چې هم ملي مشروعیت تر لاسه کړي او هم نړیوالو ته ثابته کړي چې په افغانستان کې پر قانون ولاړ او د حکومتوالۍ له ارزښتونو سره سم حکومت شته.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد عمر نهضت وايي: «په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته اړتیا ده چې د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یوه نړیواله او ملي اجماع رامنځ‌ته شي او د افغانستان په اړه د پاکستان د څرګندونو په اړه دا هېواد له حد تېرېږي.»

که څه هم اسلامي امارت د نړۍ له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفارتونه فعال دي.

بل خوا اسلامي امارت وایي، د اسلامي قوانینو په رڼا کې د خلکو حقونو او د هېواد ملي ګټو ته ژمن دی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه