Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمېر هېوادوال د برښنايي تذکرې لګښت له لوړېدو سر ټکوي

یو شمیر هېوادوال د برېښنايي پیژند پاڼو د بیې له لوړوالي شکایت کوي.

د برېښنايي تذکرو يو شمېر غوښتونکي د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له مسوولينو غواړي چې د برېښنايي تذکرو بيه د پخوا په څېر راټيټه کړي.

دوی وايي، تر دې مخکې د هرې تذکرې بیه ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوې وه، خو له څه مودې راهیسې دغه بیه ۳۰۰ افغانیو ته ختلې ده.

د پروان ولایت اوسېدونکی محمد ظاهر وايي: «مخکې د تذکرې بیه سل افغانۍ وه، اوس درې سوه افغانۍ شوې. باید بیې یې راټیټې شي، ځکه ډېر خلک بې‌روزګاره دي.»

زده‌کړیال عرفان الله زیاتوي: «غواړم پېژندپاڼه واخلم، مخکې ارزانه وه، خو اوس ګرانه شوې.»

له دې سره سم، د کابل اوسېدونکي په هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر له بیا پیلېدو هر کلی کوي.

د کابل اوسېدونکی شریف‌الله څرګندوي: «یوه اوونۍ شوه چې چاپ‌خونې بیا فعالې شوي، هر څوک چې نوم‌لیکنه کوي، په یوې ورځ کې بایومټرېک کېږي، له یوې اوونۍ وروسته ورته تذکره ورکوي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی سبحان‌الله وايي: «ډېری یې د دولت مامورین، مجاهدین او د کابل اوسېدونکي دي چې ورته نوم‌لیکنه کوي.»

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولین وايي، د یوه خصوصي کوریايي شرکت له لوري ۳ مېلیونه برېښنايي تذکرې چاپ شوي او لا تر اوسه ۱ اعشاریه ۷ مېلیونه یې کابل ته رالېږدول شوي دي.

د دوی په وینا، پاتې ۱٫۳ میلیونه نورې برېښنايي تذکرې به په نږدې راتلونکې کې هېواد ته راولېږدول شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع زیاتوي: «څه موده وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یوه خصوصي کوریايي شرکت سره د الېکټرونکي تذکرو د پولیکاربونیټ کارټونو په تړاو یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې په اساس به یې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته تذکرې ورکول کېږي. د همدې کارټونو لومړۍ جوپه موږ ته رارسېدلې ده.»

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولین زیاتوي، په ټول هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېشنې بهیر بیا پیل شوی دی.

د سرچینې په وینا، دغه بنسټ د لومړي ځل لپاره د بدخشان د واخان ولسوالۍ ۵۷۱ اوسېدونکو ته کاغذي تذکرې ورکړي او د انټرنټ د نشتوالي له امله هغو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې په برخه کې پاتې راغلي دي.

د احصایي او معلوماتو د ملي ادارې په وینا، دمګړۍ په ورځ کې څه باندې ۱۰ زره برېښنايي تذکرې پر هېوادوالو ویشل کېږي.

د دې ادارې د مالوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۸ اعشاریه ۶ میلیونه هېوادوالو برېښنايي تذکرې اخیستي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه