Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونیسف د افغانستان لپاره له وړاندیز شویو مرستو ۴۶ سلنه تر لاسه کړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونیسف» په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د دوه میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ۴۶ سلنه مرستې ترلاسه کړې.

دغه بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د اقلیم د کړکېچ له امله رامنځ‌ته شوې ننګونې د افغانستان پر وګړو ناوړه اغیز کړی.

په دغه راپور کې یونیسف یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق راپور په یوې برخه کې راغلي: «څلرویشت مېلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري، له دې منځه دیارلس اعشاریه یوملیون تنه یې ماشومان دي او له پنځه کلنۍ کم عمره یو اعشاریه یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي.»

کارګر ماشوم موسی وايي: «زه او ورور مې کار کوو، نیمه ورځ درس وایوو او نیمه ورځ کار کوو.»

یو بل کارګر ماشوم حسین زیاتوي: «هره ورځ پیپسي راټولوم او کور ته پرې ډوډۍ اخلم.»

بل خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په راپور کې راغلي دي، چې ۷۹ سلنه کورنۍ د خپلې ورځنۍ اړتیا لپاره پوره اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

د کابل اوسېدونکی نور اغا وايي: «د خلکو د اوبو ستونزه ډېره زیاته ده. ښځې او سپین ږیري له لرې ځایه اوبه راوړي، د اوبو ډېره ستونزه لرو.»

د کابل یو بل اوسېدونکي شکران زیاتوي: «یوه ورځ په نل کې اوبه راځي، یوه اوونۍ نه‌راځي، داسې وخت هم راغلی چې دوه او درې اوونۍ هم نه‌دي راغلي.»

اخوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم د افغانستان پر اقتصادي ناورین اندېښنه څرګنده کړې ده.

 دې کمېټې ویلي، افغانان ستومانه دي او په بې‌رحمانه ډول د خوراکي توکو له کموالي، ناروغیو او بې وزلۍ سره مخ دي.

د پلازمېنې اوسېدونکی وايي: «د سون او خوارک توکي نه‌لرو. هېڅه نه لرو. هر څه اسمان ته پورته شوي.»

د پلازمېنې یو بل اوسېدونکی نعمت‌الله وايي: «یو کارګر سړی یم، درې ماشومان لرم. درې واړه نجونې دي. مشره یې اته کلنه او کشره یې اووه میاشتنۍ ده.»

بل پلو اقتصاد وزارت وایي،چې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره د بیخ بناوو پراختیا ته اړتیا ده، څو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: «اړتیا ده چې نړیواله ټولنه زموږ په هېواد کې د اقتصادي او ټولنیزې ودې او پیاوړتیا لپاره پرمختیايي برخو کې مرسته وکړي، څو په هېواد کې د دندې پیدا کېدو، ښوونې، روغتیا ښه کېدو تر څنګ له بې‌وزلۍ کمولو سره مرسته وکړي.»

تر دې وړاندې د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم ویلي دي، چې د افغانستان څه باندې درې ویشت میلیونه نفوس خوراکي خوندیتوب نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه