Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیمه‌ییزې همکارۍ په اړه منځنۍ اسیا ته د یوناما د مرستیال سفر

د یوناما مرستیال له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سفر کړی دی.
یونما په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې مارکس پوټزل به د دې سفر په ترڅ کې د تاجکستان او ازبکستان له چارواکو سره په‌دې اړه خبرې وکړي.
یوناما لیکلي: «د یوناما مرستیال مارکس پوټزل د همدې اوونۍ په لومړیو کې دوشنبې ته ولاړ، څو د تاجکستان او ازبکستان له دولتي چاراکو سره له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاړتیا خبرې وکړي.»
بل خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د یوناما د مرستیال د سفر په غبرګون کې وایي، کابل له ټولو هېوادونو سره  ښه تعامل غواړي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین زیاتوي: «په سیمه کې د افغانستان اسلامي امارت د حکومت سیاست متوازن او اقتصاد محوره دی؛ غواړي له ټولو سره مثبتې اړیکې او تعامل ولري.»
بل خوا د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان لپاره د سیمه ییزو هېوادونو سیاسي همکاري مهمه بولي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: «له سیمې هېوادونو سره په اقتصادي او ټرانزیټ برخه کې او تر څنګ یې د سیمه‌ییز باور په اړه خبرې چې د دولتونو د پیاوړتیا ملاتړ وکړي، د افغانستان لپاره ډېرې مهمې وې.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج زیاتوي: «افغانستان د سیمې په تېره د ګاونډیو همکارۍ ته چې د افغانستان په چارو کې پیاوړې اغېزه لري، اړتیا لري.»
تر دې وړاندې په سیمه ییزو غونډو کې په افغنستان کې د ترهګرو ډلو پر شتوالي اندېښنه څرګنده شوې ده او د تاجیکستان په څېر ځینو هېوادونو له افغانستان سره پر خپلو ګډو پولو امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه