Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا پوځیانو ځانګړي یونېفورم له نه‌شتوالي د مزارشریف اوسېدونکو اندېښنه

په بلخ ولایت کې د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو د منظم یونیفورم له نه‌شتوالي شکایت کوي او زیاتوي، د امنیتي ځواکونو او غیرمسوولو کسانو تر منځ توپیر ورته ستونزمن شوی دی.

دوی د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې دغو ځواکونو ته ژر تر ژره یونیفورم ورکړي.

د مزارشریف اوسېدونکی میر عباس وايي: «دوی باید ځانګړی لباس ولري او هر ډول امنیتي ځواکونه دې ځانګړي شي.»

د مزارشریف یو بل اوسېدونکی محمد طیب وايي: «ځانګړی یونېفورم کولای شي د هغو غلو مخه ونیسي چې له دې لباس څخه ناوړه ګټه اخلي.»

په همدې حال د بلخ امنیتي مسوولین وایي، ډېر ژر به په‌دې ولایت کې پر امنیتي ځواکونو یونیفورم ووېشي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي: «په یوه اوونۍ کې به ان‌شاء الله ټولو امنیتي ځواکونو ته ځانګړی یونېفورم ووېشل شي.»

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي، چې وروستیو میاشتو کې مزارشریف ښار کې جنایي پېښې زیاتې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه