Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اروپايي پارلمان رییسه: له افغانانو ملاتړ ته ژمن یوو

د اروپايي پارلمان رییسه روبرتا متسولا وايي، دا پارلمان له افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.

ښاغلې میتسولا د دې پارلمان عمومي ناستې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې کار او عامه ځایونو ته د ښځو پر تګ د بندیز په اړه اندېښمنه ​​ده.

د اروپا د پارلمان رییسې د ښځو او نجونو پروړاندې د طالبانو د ژمنو پر نه پلي کېدو نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې د ښځو په برخه کې د تېرو شلو کلونو د بریاوو له لاسه ورکولو ته اندېښمنه ده.

د اروپا د پارلمان رییسه روبرتا متسولا زیاتوي: «د اروپا پارلمان د افغانستان خلکو ته ژمن دی، نه واکمنو ته یې. طالبان غواړي ښځې په صحنه کې نه وي. موږ له هغوی غواړو چې پرمختګ وکړي، موږ به تر هغه وخته د هغوی د غږ پیاوړي کولو ته دوام ورکړي، چې وکړای شي، په ټولنه کې بېرته خپل ځای خپل کړي.»

معترضه مهدیه محمدي وايي: «د ښوونځیو تړل کېدو او سپورټي ځایونو بندېدو ښځو ته ډېرې ستونزې پیدا کړي، د پرمختګ لارې یو پر بل په‌سې تړل کېږي او موږ غواړو د ښځو لپاره چې کوم ځایونه ځانګړي شوي، بېرته پرانیستل شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د اسیا او اقیانوسیه لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې رییسې په ټولنه کې د حضور پر پيکه کېدو او په عمومي ځایونو کې د هغوی د حضور پر مخنیوي نیوکه کړې ده.

بل خوا د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول له یوې اروپايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي، چې هڅه کوي، له ډيپلوماټيکو لارو طالبان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو خوندېتوب ته چمتو کړي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل  وايي: «یوازیني څه چې موږ یې اوس لرو، سیاسي او ډيپلوماټيک قناعت دی، خو اوس څرګنده نه ده، چې دا موضوع به چېرته ورسېږي، موږ په ډاګه وایو چې له طالبانو سره اړیکې نه لرو، خو په ۴۰۰ میلیونه یورو سره به د کابل له سقوط راوروسته د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د ښځو د حقونو فعاله  مریم نایبي وايي: «کله چې په خپله ټولنه کې د کار، زده‌کړو او تحصیل حق و نه‌لري او و نه‌شي کولای ازادانه ژوند وکړي او خپلې ورځنۍ ټولنیزې چارې پر مخ یوسي؛ نو دوی هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند وایي، چې اسلامي شریعت په رڼا کې په هېواد کې ښځو ته د کار او فعالیت حق ورکول کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي: «د ښځو په برخه کې چې اسلامي شریعت دوی ته د څه اجازه ورکړې، ښځې په هغو برخو کې په کار بوختې دي او پیاوړې کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې بشري حقونو او د لږکیو د حقونو خوندېتوب د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو ټولنې یوشرط بلل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه