Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت نیوکه کوي چې امریکا د دوحې هوکړې دوه موارد نقض کړي

د دوحې هوکړې له لاسلیک او له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدینو د ځواکونو له وتنې وروسته، کابل او واشنګټن یو بل د دوحې هوکړې پر نقضولو تورنوي.

د اسـلامـي امـارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نیوکه کوي چې امریکا د دوحې تړون دوه موارد نقض کړي. د هغه په وینا، امریکا د بندیزونو د لرې کولو او له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو په برخو کې د دوحې هوکړه نقض کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «ځینې نور ټکي چې هلته ذکر شوي، لکه د بندیزونو لرې کول او همداراز د اړیکو عادي کېدل او له افغانستان سره اړیکې، له بده مرغه امریکايي په‌دې برخه کې مخ ته نه‌دي تللي، موږ هم هم تمه لرو چې په‌دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.»

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، د واشنګټن د بندیزونو د نه لرې کېدو له امله دوی یې بېلابېلو هېوادونو ته د سفر په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی له واشنګټنه غواړي چې، پر سرپرست حکومت لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

ښاغلي مجاهد زیاتوي: «کله-کله زموږ سفرونه له خنډ سره مخ کېږي، خو تر ډېره پورې نه، ځکه زموږ سیاسي سفرونه تر اوسه پورې شوي، تجارتي سفرونه هم کېږي، خو که کله-کله له ستونزو سره مخ کېږو، هلته بیا مسوولیت د هغې ټولنې په غاړه دی چې افغانستان یې له بندیزونو سره مخ کړی دی.»

د دوحې تړون په یوې برخه کې څلور بنسټیزو برخو ته اشاره شوې: «د بهرنیو ځواکونو خوندي وتنه، د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، د افغانانو تر منځ خبرې اترې او ترهګرو له لوري د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې د افغانستان د خاورې نه کارېدل.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد موسی سعادت وايي: «د توافق‌نامې نقض زیات د امریکایانو له‌خوا دی، که وګورئ، لکه څنګه چې توافق‌نامه په قطر کې وشوه، اوله ماده دا وه چې طالبان به امریکایانو ټک نه‌کوي یانې هغوی به نه ولي، په اتلسو میاشتو کې دلته یو امریکايي و نه مړ او په توافق باندې مکمل ولاړ دي، خو د امریکایانو له خوا خبره دا وه چې څنګه د طالبانو حکومت پر ځای شي، په رسمیت به یې پېژني، پنځه لس میاشتې کېږي چې زموږ امارت یې په رسمیت نه‌دی پېژندلی.»

د نړیوالو چارو کارپوه سید ضیا حسني اگاه روابط بین الملی وايي: «که د دوحې تړون پلی شي، موږ په نړیوال نظام کې رسمیت پېژندلو ته نږدې کوي او هغه څه چې اوس یې ستونزې زېږولي، په تړون کې د مادو تعریف او مهفوم دی.»

سره له دې چې، لا تر اوسه هم د دوحې هوکړې بشپړ متن او نور جزییات له افغان ولس سره نه دي شریک شوی؛ خو یو شمېر سیاستوالو د افغانانو تر منځ د خبرو پر نه پیلېدو تل نیوکې کړې دي.

د امریکا، اروپايي ټولنې، روسیې او د مرکزي آسیا هېوادونو تل د ترهګرو له لوري د افغانستان د خاورې د کارولو په تړاو اندېښنې ښودلې؛ خو اسلامي امارت تل دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

د اسـلامـي امـارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وینا، امریکا د بندیزونو د لرې کولو او له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو په برخو کې د دوحې هوکړه نقض کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه