Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د منزوي کېدو سیاست پایله نه ورکوي

اسلامي امارت یوځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د سرپرست حکومت پر چارواکو سفري بندیزونه لرې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، د انزوا پالیسي به کار ورنه کړي او د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ واټن باید کم شي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفر معافیت نه دی تمدید شوی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«اسلامي امارت تل د دې په هڅه کې دی چې واټنونه کم وي او د انزوا کولو پالیسي او هغه پالیسۍ چې واټنونه رامنځته کوي او ستونزې زېږوي، موږ یو ژوندی تاریخ په مخ کې لرو چې هېڅ پایله یې نه ده لرلې، البته ښه پایله.»

د نړۍوالو چارو ځینې شنوونکي وايي، د اسلامي امارت له لوري د نړۍوالو د غوښتنو نه منل کېدل د سرپرست حکومت د چارواکو د سفر د معافیت د نه تمدیدېدو اصلي لامل دی.

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج په دې هکله وايي:«طالبانو ته لازمه ده چې د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته د یوه معیاري هېواد او د یوه سټنډرډ هېواد په توګه ځواب ویوونکی وي.»

د اقتصاد وزارت مرستیال بیا د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفر د معافیت نه غځېدل د هېواد په تاوان ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله څرګندوي:«د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو د سفر معافیت باید تمدید شي چې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ سیاسي او اقتصادي همکارۍ پیاوړې شي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفر د نه معافیت په نوملړ کې ملاعبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر، امیرخان متقي، شیر محمد عباس ستانکزي، شهاب الدین دلاور، عبدالحق وثیق، خیرالله خیرخواه، فاضل مظلوم، دین محمد حنیف، نور محمد ثاقب، نورالله نوري او لطیف منصور شامل دي او دغه کسان د روان کال د اګست له شلمې راوروسته له افغانستانه بهر ته د سفر اجازه نه لري.

تر دې مخکې ځینو ډيپلوماټيکو سرچینو ویلي چې، د اسلامي امارت د ځینو چاراکو د سفر د معافیت د تمدېدیدو مسله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو تر منځ اختلافونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه