Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خیرالله خیرخواه د هېواد د اسعاري شتمنیو د ازادېدو غوښتونکی شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وايي چې کنګل شوې اسعاري شتمنۍ په افغانانو پورې اړوندې دي، او د دغۍ شتمنۍ پر ازادېدو ټینګار کوي. 

خیرالله خیرخواه وايي چې د افغانستان د شتمنیو کنګلتیا تر ټولو ډېر زیان خصوصي برخې او هېوادوالو ته رسولی او دغه پیسې باید له قید او شرط پرته ازادې شي.

ښاغلي خیرخواه وویل:«زه یقیناً د حکومت لپاره دومره غوښتونکی نه یم، لکه چې د دغو خلکو کوم خصوصي شي باندې لاس وهل شوی دی، خصوصي پانګونه، د دوی خصوصي پیسې چې وې تراوسه پورې پرې لاس نیول شوی دی. نو حکومت دویم قدم دی، د حکومت هم دوی په ظلم ګرځولې دي، یو شی چې حکومت ته منسوبېږي هغه هم په ظلم دي، خو دې ته هېڅ توجیه نه شي کېدای په دنیا کې.»

د هېواد د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې د هېواد د شتمنیو کنګلتیا له هېواد نه بهر ته د پیسو د لېږلو په برخه کې د سوداګرو ستونزې زیاتې کړي دي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده هم څرګندوي:«زموږ هغه بین المللي اعتبار چې موږ به په ډېرو کمو پیسو سره به خپلې پیسې غونډې دنیا ته نقلولی شوی هغه اوس نه شو نقلولی، د سوېفټ سېسټم موږ په خپله د افغانستان حکومت په نیویارک کې نه درلود، د نورو بانکونو له لارې ټولو هېوادونو ته پیسې استولې.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی هم وايي:«دغه پیسې چې د پخواني دولت له طرفه جهان ته انتقال شوې دا پیسې هم منجمدې شوې او اوس په نیویارک کې بندې دي د دوه نیم مېلیارد ډالرو په ارزښت باندې داسې پیسې دي چې په دغه قسمته کې دي چې مسقیماً په خصوصي سکټور پورې اړه لري.»

د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، د افغانستان د شتمنیو څه باندې نهه میلیارډ ډالره د امریکا او اروپا په بانکونو کې کنګل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه