Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه کې د مدرسې زده کوونکې: د نجونو متوسطې او لېسې دې پرانیستل شي

په فره کې د مدرسو ځينې زده کوونکې نجونې وايي اړتیا ده چې په هېواد کې د نجونو د منځنۍ دورې او لېسې ښوونځي پرانیستل شي.

دا زده کوونکې ټينګار کوي، چې پر دیني زده کړو سربېره عصري زده کړې هم د نجونو لپاره خورا اړینې دي.

زده کوونکې فاطمه په دې هکله طلوع نیوز ته وايي:«له دولته غواړو چې د دیني درسونو ترڅنګ، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم پرانیزي چې موږ خپلو عصري زده کړو ته هم دوام ورکړو.»

بله زده کوونکې زهرا هم څرګندوي:«موږ د دې ترڅنګ چې دیني درسونه لولو، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې هم پرانیستل شي، ځکه زموږ ټولنه ښځينه ډاکټرې ته اړتیا لري او زه غواړم چې په راتلوونکي کې ډاکټره شم.»

ورته مهال د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې دا مهال دغه ولایت کې ۱۹ بابه مدرسې فعالیت لري او شاوخوا ۳۵۰۰ زده کوونکې په کې پر زده کړو بوختې دي.

د فراه د پوهنې رییس اختر محمد زعیم وویل:«د ښځو په برخه کې ۱۸ تر ۱۹ مدرسې لرو له ۱۲۰ تر ۱۳۰ ښوونکي لري او کابو ۳ زره او ۵۰۰ زده کوونکې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د لوړو زده کړو سرپرست بغلان ولایت ته د سفر پر مهال په دیني مدرسو کې د عصري مضامینو پر تدریس ټیګار وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه