Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت څه باندې ۶۰ چورلکې او الوتکې بېرته رغولې دي

د اسلامي امارت دفاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت د هوايي ځواک قومندانۍ انجنیرانو او تخنیکرانو له ۶۰ ډېرې له کاره لوېدلې څرخکې او الوتکې بېرته رغولې دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي درې پوځي مسافر وړونکې الوتکې هم بېرته رغول شوې دي.

د اسلامي امارت دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې هکله وايي:«د هوايي ځواکونو قومندانۍ د انجنیري او تخنیکي ټیم په واسطه تر اوسه پوري له ۶۰ ډېرې څرخکې او الوتکې ترمیم شوي او پرواز ته چمتو شوي دي.»

د دفاع وزارت ویاند زیاتوي، په دغو ۶۰ څرخکو او الوتکو کې درې مسافروړنکې الوتکې شاملې دي، چې اوس‌مهال ترمیم او پروازونو ته چمتو شوې دي.

ښاغلي خوارزمي زیاته کړه: «د انجنیري او تخنیکي ټیم په هڅو دوه نظامي ټرانسپورټي الوتکې ای اېن ۳۲ او یوه بله ای اېن ۲۶ ټرانسپورټي نظامي الوتکه ترمیم او فعالې شوې دي.»

د پوځي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي، چې د یوې منظمې اردو جوړېدو لپاره د هوايي ځواک تقويې ته اړتیا ده او باید د اسلامي امارت ځواکونو ترڅنګ نور ظرفیتونه هم ځای پر ځای شي.

د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:«په دفاع وزارت کې نظر وخته پرمختګ يې د ستایلو دی. هیله من یم چې نور هم ګټور او مثبت پرمختګ وکړي.»

د پوځي چارو شنوونکی اسدالله ندیم هم څرګندوي:«که چېرې طالبان غواړي له دې الوتکو سمه ګټه واخلي، نو باید د پخواني حکومت مسلکي او فني کسانو ته دندې وکړي.»

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری زیاتوي:«د دې چورلکو او الوتکو په ساتنه کې باید اړوند مسوولین لا ډېره پاملرنه وکړي.»

د اسلامي امارت د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د تخریب شویو څرخکو او الوتکو ترمیم ته به ادامه ورکړي.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو، له ۴۰ ډېرې د افغانستان څرخکې او الوتکې د پخواني حکومت د سقوط پرمهال تاجیکستان او ازبیکستان ته انتقال شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه