Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات امنیتي غونډه کې پر ټولګډونه حکومت او د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار

په تاجیکستان کې د "هرات د امنیتي خبرو اترو" غونډې ځينې ګډونوالو په افغانستان کې د پراخ‌بسټه حکومت پر رامنځته کولو، د ښځو حقونو ته په درناوي او د نشه یي توکو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د هرات د امنیتي خبرو لسمه غونډه د سه شنبې په ورځ د تاجیکستان په دوشنبه ښار کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د شارژدافېرې، د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د یو شمېر سیاسي څېرو په حضور سره جوړه شوه.

د دې غونډې یو شمېر ګډونوال د داسې ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي، چې د دوی په وینا، ټول قومونه په کې ونډه ولري.
                
د غونډې ګډونوال نظیف شهراني وايي:«د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته لاسرسۍ نه شو پیدا کولای او دا د نړۍوالۍ ټولنې یوه غوښتنه هم ده.» 

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېره وایي، چې واشنګټن غواړي د داسې افغانستان ملاتړ وکړي چې له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کارن دیکر څرګندوي:«دغه غونډه چې د هرات د امنیتي خبرو په نوم جوړېږي، د افغانستان، تاجیکستان او د سیمې د هېوادونو له استازو سره، د افغانستان د وضعیت په تړاو د بحث او د نظرونو د تبادلې لپاره یو ښه فرصت دی. زه نن دلته راغلې یم چې له هغو افغانانو نه د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ یوځل بیا تکرار کړم چې له ځان او ګاونډيو هېوادونو سره په سوله کې وي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر نقض نیوکه کړې ده.
 
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلسون وویل:«په افغانستان کې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او ان پارکونو ته د تګ اجازه نه لري، طالبان د ښځو د حقونو د ملاتړ مسوولیت لري او موږ له افغان ښځو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.»

د اسلامي امارت ویاند د دې غونډې د یو شمېر ګډونوالو د خبرو په غبرګون کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي.
                
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو حقونو ته متوجه دی، په ځانګړې توګه د ښځو ته، حقوق باید تعریف شي او په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونه خوندي او محفوظ دي.»

د هرات په امنیتي غونډه کې د امریکا، اروپایي ټولنې او د سیمې د هېوادونو ۱۲۰ سیاسي څېرو او استازو ګډون کړی دی. دا لومړی ځل دی، چې دغه غونډه له افغانستانه بهر جوړېږي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې غونډې د یو شمېر ګډونوالو د خبرو په غبرګون کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه