Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د لسګونو څېړنو د پایلو مخ‌کتنه

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي زده کړیالانو او استادانو په یوې غونډه کې د هغو څېړنو د پایلو مخ‌کتنه وکړه.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د ډېرو څېړونو لپاره، کافي بودیجه ورته برابره کړي.
 
د کابل پوهنتون د زارعت پوهنځي رییس صفي الله جوهر وايي:«د هغه نندارتون چې تاسې یې اوس شاهد یاست، د زده کړیالانو او استادانو د تېر یوه کال زحمتونو پایله ده، ۷۰ څېړنې شوې دي.»

د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د هېواد ۸۰ سلنه خلک پر کرکېله بوخت دي او د هېواد د کرنې په برخه کې باید نورې څېړنې وشي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسلکي معین صدراعظم څرګندوي:«۸۰ سلنه خلک د کرنې په برخه کې بوخت دي، که چېرې موږ هغه څېړنې چې کرنه ورته اړتیا لري ترسره کړو او کرنه او مالداري به په پښو ودرېږي.»

بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه وایي،چې باید د صنعتکارانو ملاتړ وشي څو له کورنيو محصولاتونو نه د خپلو تولیداتو کچه لوړه کړي.
 
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې اجراییه رییس رحیم الله سمندر وویل:«موږ ډېر پروګرامونه او نظرونه لرو خو څوک دې واوري او زموږ بزګر او فابریکه لرونکي سره وصل شي.»

د دې غونډې په پای کې د زارعت پوهنځي یو شمېر محصلان او استادان چې د څېړنو په ترسراوي او د نندارتونو په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله، وستایل شول.

د کانونو او صنایعو خونه وایي،چې باید د صنعتکارانو ملاتړ وشي څو له کورنيو محصولاتونو نه د خپلو تولیداتو کچه لوړه کړي.

تصویر بندانگشتی

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي زده کړیالانو او استادانو په یوې غونډه کې د هغو څېړنو د پایلو مخ‌کتنه وکړه.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د ډېرو څېړونو لپاره، کافي بودیجه ورته برابره کړي.
 
د کابل پوهنتون د زارعت پوهنځي رییس صفي الله جوهر وايي:«د هغه نندارتون چې تاسې یې اوس شاهد یاست، د زده کړیالانو او استادانو د تېر یوه کال زحمتونو پایله ده، ۷۰ څېړنې شوې دي.»

د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د هېواد ۸۰ سلنه خلک پر کرکېله بوخت دي او د هېواد د کرنې په برخه کې باید نورې څېړنې وشي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسلکي معین صدراعظم څرګندوي:«۸۰ سلنه خلک د کرنې په برخه کې بوخت دي، که چېرې موږ هغه څېړنې چې کرنه ورته اړتیا لري ترسره کړو او کرنه او مالداري به په پښو ودرېږي.»

بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه وایي،چې باید د صنعتکارانو ملاتړ وشي څو له کورنيو محصولاتونو نه د خپلو تولیداتو کچه لوړه کړي.
 
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې اجراییه رییس رحیم الله سمندر وویل:«موږ ډېر پروګرامونه او نظرونه لرو خو څوک دې واوري او زموږ بزګر او فابریکه لرونکي سره وصل شي.»

د دې غونډې په پای کې د زارعت پوهنځي یو شمېر محصلان او استادان چې د څېړنو په ترسراوي او د نندارتونو په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله، وستایل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه