Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «جهادیه مدرسې» چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې نن (چهارشنبې، د لیندۍ ۹مه)  په «جهادیه مدرسې» چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د سمنګان ځايي چارواکي د دغه شمېر له تاییدولو سره وايي چې چاودېدونکي توکي دننه په مدرسه کې په یوه بکس کې ځای پر ځای شوي وو.

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فیروز الدین منیب وايي:«دا ځانمرکی برید نه و، دا ماین و، چېرته چې ولاړو ماین دی چې په یوه بکس کې راوړل شوی او هلته ځای پرځای شوی دی او چاودنه یې کړې ده.»

دا چاودنه د ماسپښین لمانځه د ادا کولو پر مهال شوې ده.

ورته مهال د سمنګان د سیمه ییز روغتون چارواکي وايي چې د ټپيانو او قربانیانو په منځ کې ماشومان هم دي.

د سمنګان د ولایتي روغتون مرستیال سید عثمان سیدي وویل:«تراوسه چې د سمنګان ولایتي روغتون ته چې ټپيان راوړل شوي ۲۳ تنه دي او له بده مرغه د شهیدانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېږي.»

د پيښې ټپي محمد وايي:«یوه بجه وه موږ د لمانځه ادا کولو لپاره راغلو دوه رکعته مو ادا کړل په درېیم رکعت کې د سجدې په حال کې وو چې چاودنه وشوه او نور پوه نه شوو.»

تر دې دمه کومې ډلې د دې پيښې مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې په پلازېنې او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې کله نا کله جوماتونه او دیني مرکزونه د ورته بریدونو شاهد وو.

تراسه کومې ډلې د دې پيښې مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه