Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له رسنیو سره مشورتي ناسته؛ د ا.ا ویاند د ستونزو د حل ډاډ ورکړ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د رسنیو د ستونزو د حل لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي.

ښاغلي مجاهد له رسنیو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشورتي او همغږۍ ناسته کې، زیاتوي چې په هېواد کې د رسنیو پیاوړتیا د اسلامي امارت پایسي ده.

په دغې ناسته کې د اطلاعاتو او رسنیو په برخه کې پر بېلابېلو مسایلو د نظر ادلون بدلون وشو.

د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد    وايي:«په هېواد کې زموږ نشرات او رسنیز فعالیتونو د هېواد حیثیت لوړوي، هرڅومره چې زموږ رسنۍ غښتلې، موثقې او مسکلي وي په هماغه اندازه د هېواد رسنیز حیثیت ته ګټور دی دا موږ او تاسو ټولو مسوولیت دی.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو هم په دې غونډه کې له رسنیو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د دغه وزارت سرپرست له ټولو رسنیو وغوښتل چې، اسلامي ارزښتونو ته په پام سره حقاق بیان کړي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وویل:«باور وکړئ چې ستاسو ستونزه زموږ ستونزه ده، دا وزارت نیم د حکومت دی او نیم د رعیت. ټولې رسنۍ حق لري هره ستونزه چې وي را دې شي او له موږ سره دې شریکه کړي او موږ له دوی (رسنیو) دفاع کوو.»

په دې غونډه کې د رسنیو ځینو استازو هم د خپلو رسنیزو چارو پر وړاندې خپلې ستونزې په ډاګه کړې چې د سرپرست حکومت چارواکو د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، هڅې کوي چې، د رسنیو د ستونزو د حل لپاره د رسنیو له مسوولینو سره د ورته غونډو په شمېر کې ډېروالی راولي.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه له ټولو رسنیو وغوښتل چې، اسلامي ارزښتونو ته په پام سره حقاق بیان کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه