Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سمنګان په "جهادیه مدرسه" کې چاودنې ته غبرګونونه

د چهارشنبې په ورځ د سمنګان ولایت په مرکز "جهادیه مدرسه" کې چاودنې ته پراخ کورني او بهرني غبرګونونه څرګند شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري او د افغانستان لپاره امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دا برید غندلی دی.

ښاغلي کرزي پر ټویټر دا برید له بشري او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې عمل بللی دی.

عبدالله عبدالله د دې برید په غبرګون کې ویلي، د مدرسو، پوهنتونونو او ښوونیزو ځایونو په نښه کول ستر جنایت دی او باید ژر تر ژره ودرول شي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دې برید په غبرګون کې زیاته کړې، ټول افغان ماشومان حق لري چې له ډار پرته ښوونځیو ته لاړ شي.

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري وايي، د ماشومانو پر وړاندې دا ډول تاوتریخوالی د افغانستان پر راتلونکی برید دی.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونېسف پر ټویټر لیکلي، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو پر مهال ۲۸۸ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنه د چهار شنبې په ورځ د سمنګان ایبک ښار په جهادیه مدرسه کې د ماسپښین پر مهال رامنځ‌ته شوه چې پر مهال یې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه