Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار پوهنې ریاست: د دولسم ټولګي نجونې له ازموینې وروسته ارتقا کوي

د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي، د پوهنې وزارت د یوه رسمي مکتوب له مخې به د دولسم ټولګي نجونو زده‌کوونکو د ارتقا لپاره په یوه ورځ کې ازموینه واخیستل شي.

د دې ریاست ویاند زیاتوي، د دغو زده‌کوونکو د ارتقا په موخه له ټولو مضمونونو څخه د ۱۴۰ پوښتنو لړلیک چمتو شوی او ازموینه به په درې ساعتونو کې واخیستل شي.

د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وايي: «په‌دې کې یوازې هغه نجونې او خویندې برخه اخیستلای شي چې څوک په دولسم ټولګي کې موجود دي او د هغوی نوم په حاضري کې لیکل شوی وي. هغه خویندې چې تېر کال محروم یا ناکام شوې وې او د نورو ستونزو له کبله ټولګي ته نه وې حاضر شوې، نه شي کولای ګډون وکړي.»

خو په کابل کې د دې پرېکړې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

یو شمېر نجونې زده‌کوونکې د دې چارې پیلېدو ته خوشحاله دي؛ خو زیاتوي، په یوه ورځ کې د ښوونځيو د ټولو مضمونونو ازموینې ورکړې ته چمتو نه‌دي.

د دولسم ټولګي زده‌کوونکې فوزیه وايي: «موږ دولسم ټولګي هېڅ نه‌دی لوستی؛ نو موږ نه‌شو کولای چې ازموینه ورکړو.»

د دولسم ټولګي زده‌کوونکې رویا زیاتوي: «له دې پروسې هم خوښ یوو چې له موږ ازموینه اخلي چې موږ پرمختګ وکړو.»

د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ماریا وايي: «موږ په کافي اندازه درس نه‌دی لوستی، ځکه دوه کاله وشول چې موږ د ښوونځي د دروازې مخه نه‌ده لېدلې.»

د ښځو د حقونو په چارو کې فعالینې وايي، دغه چاره کولی شي په هېواد کې د نالوستۍ کچه لاپسې لوړه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف اورین وايي: «هیله لرو چې حاکمان د افغانستان خلکو ته رښتینې پاتې شي، د افغانانو، کورنیو او له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو انتظار پای‌ ته ورسوي او د نجونو ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

ټاکل شوې د نجونو د ارتقا ازموینه د لیندۍ میاشتې پر شپاړسمه واخیستل شي. تېر کال کې هم نجونو زده کوونکو ښوونځيو ته له تګ او له ازموینې پرته ارتقا وکړه.

شریک یي کړئ