Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د پاکستان پر سفارت برید له نړۍوال غبرګون سره مخ شوی

په کابل کې د پاکستان پر سفارت وسله وال برید چې، له امله یې د دغه سفارت یو ساتونکی ټپي شوی، ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه یې راپارولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه برید وروسته، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی وربللی دی؛ خو په خبرپاڼه کې یې ویلي دي چې د سفارت د تړولو او یا هم له کابله د پاکستاني ډپيلوماټانو د ایستلو هېڅ پروګرام نه لري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې، پر سیاسي استازولیو برید په هر ډول شرایطو کې د توجیه وړ نه دي.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، یوناما، د امریکا، پاکستان، قطر او د ایران د بهرنیو چارو وزارتونو او په کابل کې د ترکیې سفارت د دغه برید له غندلو سربېره د ډيپلوماټیکو استازولیو، کونسلګریو او د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د کارکوونکو د امنیت ساتنې غوښتنه کړې او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې، د دغه برید عاملان تر نیولو وروسته محاکمه کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي:«د امنیت شورا غړو له ټولو ښکېلو خواو غوښتي چې، د ډيپلوماټيکو او کونسلګریو او همداراز د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د کارکوونکو امنیت رعایت او تضمین کړي.د امنیت شورا غړو د وین د ۱۹۶۱ کنوانسیون له مخې د ډيپلوماټیکو ځایونو او کونسلګریو او د ډيپلوماټيو اړیکو په تړاو د وین د ۱۹۶۳ کنوانسیون له مخې، د ډيپلوماټیکو ساحو پر خوندینې ټینګار کړی دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي:«امریکا پر یوه بهرني ډيپلومات د برید له امله په ژوره توګه اندېښمنه ده او په دې اړه د رڼو او بشپړو څېړونو غوښتونکې ده.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلفوني خبرو کې د دغې پېښې دعاملینو د پېژندلو په تړاو ډاډ ورکړی دی.

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته دا په کابل کې پر ډيپلوماټيکو ځایونو دویم برید دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه