د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست نـدا محمد نـدیـم وايي، د هېواد په پوهنتونونو کې د مسلکي استادانو کمښت یوه جدي ستونزه ده.
نوموړي هرات ولایت په سفر د پوهنتون له هغو استادانو چې نورو هېوادونو ته تللي، وغوښتل چې خپل کار ته ستانه شي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم خبریالانو ته وویل: «د دغه کادرونو او د دغه هستیو احتیاج به له کوم مرکزه پوره کوې، د دې لپاره مراکز همدا پوهنتونونه دي او یو تعداد سلسله یې مکاتب دي.»
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد په پوهنتونونو کې د عصري زدهکړو پر پراختیا ټینګار کوي او زیاتوي، د پوهنتونونو تر څنګ د هېواد په دیني مدرسو کې هم عصري زدهکړې کېږي.
ښاغلی ندیم څرکندوي: «کوم استادان چې زموږ و ستاسو په خارج کې دي او له افغانستانه وتلي دي، هغوی استادانو ته د رسنیو له لارې دعوت دی چې را دې شي.»
له دې سره سم، د هرات پوهنتون استادان او زدهکړیالان هم د مسلکي استادانو کمښت د دې پوهنتون له جدي ستونزو بولي.
د هرات پوهنتون استاد عزیزالرحمان نیازي وايي: «زموږ ډېری مسلکي او پیاوړي استادان هېواده وتلي او کډوال شوي.»
زدهکړیال رحمت الله زیاتوي: «د هرات په پوهنتون کې اساسي ستونزه د استادانو کموالی دی.»
په همدې حال کې د هرات سیمهییز چارواکي، د هېواد په پوهنتونونو کې د عصري زدهکړو پراختیا د افغانستان لپاره خورا ګټوره بولي.
د هرات والي اسلامجاب وايي: «فرض کفايي ده چې زموږ ملت په ټولو علومو او فنونو کې پر ځان بسیا او خپلواک واوسي. اېف-۳۶ الوتکې په خپله جوړې کړي، اېن-۱ ټانکونه په خپله جوړ کړي.»
د هرات پوهنتون د هېواد له لویو پوهنتونونو څخه دی. د شمېرو پر بنسټ، د دې پوهنتون زیات شمېر استادان چې ماسټران او ډاکټران دي، په تېرو نږدې یو نیم کلونو کې له هېواده وتلي دي.
په دې اړه مو اندونه