Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوړو زده کړو وزارت د کابو ۴۰ څانګو تحصیلي نصابونه څېړلي

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د کابو ۴۰ بېلابېلو تحصیلي څانګو نصابونه یې بیاکتلي او له اسلامي اصولو او نړۍوالو معیارونو سره یې برابرکړی دی.

د طب، زراعت، شرعیات، فقه او قانون، اسلامي ثقافت، اقتصاد، ساینسي علومو او د کمپیوټر ساینس په ګډون د نږدې ۴۰ پوهنځیو تحصیلي نصابونه بیاکتل شوي دي.

د تحصیلي نصاب مشر زیاتوي، چې د نصابونو بیاکتنه ورته لومړیتوب لري او اوس مهال د جیولوجي او کانونو، ځمکې پېژندنې او چاپېریال ساتنې پوهنځیو نصابونو ته بیاکتنه کوي.

د لوړو زده کړو وزارت تحصیلي نصاب رییس وايي:«نصابونه د تعلیمي او تحصیلي نظامونو لپاره یو اساسي او بنسټیز رول لري، نو له همدې امله اسلامي امارت ته لومړیتوب کې قرار لري، چې موږ تر اوسه پورې له ۳۵ نه تر ۴۰ پورې نصابونو باندې کار کړی دی.»

په همدې حال کې د پوهنتونونو یو شمېر استادان وايي، د تحصیلي نصابونو بیاکتنه او پراختیا به د هېواد د پرمختګ او نوي نسل لپاره مثبت اغېز ولري. 

د ځمکې پېژندنې پوهنځي مشر عبدالغیاث ساپی څرګندوي:«ډیپارټمنت خپله یوه ملي هستي ده او خپله د دې صلاحیت لري، چې په اړوندو مضامینو په ځانګړي توګه مسلکي مضامینو کې په بشپړه ډول بدلون راولي.»

د پوهنتون استاد عابدالله عربزی وايي:«په هېواد کې تعلیمي یا تحصیلي نصاب جوړول دا د هېواد د پایداره پرمختګ پورې تړلې ده.»

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې ټول هېواد کې په بېلابېلو پوهنځیو کې نږدې ۱۶۰ تحصیلي نصابونه شته دي او د دغو پوهنځیو د تحصیلي نصابونو بیاکتنه او پراختیا دوام لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه