Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار اوسېدونکي د ټېټسو ناکامورا د پروژو د بشپړلو غوښتنه کوي

د ننګرهار ځينې اوسېدونکي د جاپاني مرستندوی ټېټسو ناکامورا په درېیم تلین کې وايي چې اسلامي امارت باید د جاپاني ډاکټر نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره زمینه برابره کړي.

دوی ډاکټر ناکامورا د افغانستان د ابادۍ اتل بولي او افغانان هېڅکله د هغه خدمتونه نه شي هېرولای.

د ننګرهار اوسېدونکی عطاء الله وايي:«هغه خپل هېواد پرېښی و او افغانستان هغه ځای ته چې تر ډېره امنیتي او اقتصادي ګواښونه په کې شتون لري راغلی و.»

بلخوا د ټېټسو ناکامورا ځينې پخواني همکاران، دغه جاپانی وګړی یو نه تکرارېدونکی شخصیت ګڼي او د افغانستان د ابادولو لپاره د هغه د هیلو د عملي کېدو غوښتنه کوي.

د ډاکټر ناکامورا پخوانی همکار سید احمد خیوه وال وايي:«ناکامورا یو خاکساره انسان و، کله چې سیمې ته راته له خپلو کارکوونکو سره یې ډېره ښه رویه کوله او داسې کارونه یې کول چې خپل همکاران وهڅوي.»

په همدې حال کې د ننګرهار ولايتي مسوولين وايي، د ډاکټر ناکامورا د کړيو خدماتو د قدرداني په موخه يې جلال اباد ښار کې د بهسودو پله ته څېرمه د هغه په نوم څلی جوړ کړی او ژمن دي چې نيمګړې پروژې يې هم بشپړې کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وياند قریشي بدلون وویل:«دوی دې راشي او د هغه نیمګرې پروژې دې بشپړې کړي، موږ په ټولو برخو کې له منځه د امنیتي برخو بشپړ ډاډ ورکوو او هر ډول همکارۍ ته چمتوو یوو.»

په افغانستان کې د جاپان سفارت هم د نوموړي پر مړینه خواشینې ښوودلې او زیاته کړې یې ده چې یاد هېواد به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د دوی په خبره جاپان به د ډاکټر تيتسو ناکامورا کړنلارې د افغانستان نورو برخو ته هم وغځوي.

له نن څخه پورې درې کاله وړاندې په همدې ورځ جاپاني الاصله افغان ډاکټر ټېټسو ناکامورا جلال اباد ښار کې د ولايت مقام په ۵۰۰ مترۍ کې داسې مهال په نښه او ووژل شو چې د يوې بشپړې شوې پروژې پرانيستې ته روان و.

د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې د اوبو د مهار، ۱۱ سربندونو، د څښاک د پاکو اوبو ۱۵۰۰ ژورو څاه ګانو او د مرواريد په نوم د ۲۵ کيلومتره کانال جوړول د نوموړي لويې لاسته راوړنې دي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت هم د نوموړي پر مړینه خواشینې ښوودلې او زیاته کړې یې ده چې یاد هېواد به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه