Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اتو کانونو لپاره د داوطلبو شرکتونو وړاندیزونو د څېړلو پیل

د کانونو او پټرولېم وزارت مسوولان وايي، د اتو لویو کانونو لپاره به د داوطلبو شرکتونو د وړاندیزونو د څېړلو بهیر سر له نن (دوشنبې) پیل شي.

د دې وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور زیاتوي، دا بهیر به پنځلس ورځې وخت ونیسي او د غور او هرات ولایتونو اته کانونه به خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي.

هغه د دې کانونو د جزیياتو په څرګندولو سره زياتوي، په غور ولايت کې د ٨٠٠ کېلومټره مربع مساحت په لرلو سره څلور د سربو او جستو کانونه او د هرات په غوريان ولسوالۍ کې د اوسپنې څلور ستر کانونه خصوصي شرکتونو ته سپارل شوي دي.

د دې وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وویل: «نن یک‌شنبه او د وړاندیزونو د ټولولو وروستۍ ورځ ده. نن ان‌شاء الله ټول راټولېږي او له سبا یې څېړنه پیلېږي. د دې لپاره د څو وزارتونو تر منځ یوه کمېټه جوړه شوې چې په سر کې یې د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت دی.»

د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي، د دې کانونو په شفاف استخراج سره به له یوې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د افغانستان د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.

د صنایعو او کانونو خونې اجرایوي رییس محمد کریم عظیمي وايي: «که موږ وتوانېږو په ښه ډول او په خپل وخت خپل کانونه استخراج کړو او په خپل صنعت کې یې پروسس کړو، افغانانو ته یې ډېره ګټه رسېږي.»

بل پلو د خوست او پکتیا په پنځو سیمو کې د کرومایټ کان کېندنې خصوصي شرکتونو ته وسپارل شوې. دې شرکتونو په پکتيا او خوست ولايتونو کې د پنځو سیمو د استخراج جايزه وګټله.

د یوه خصوصي شرکت مسوول عبدالطیف وحیدي وايي: «په ډېر شفاف ډول باندې داوطلبي تر سره شوه، په دادطلبي کې په درې څلور ساحو کې موږ برخه اخیستې وه چې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د اورجلې په ساحه کې موږ ګټوونکي اعلان شولو.»

تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو چې په تېر کال کې یې د شاوخوا ۱۸۰ کوچنیو کانونو د استخراج چارې کورنیو شرکتونو ته سپارلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه