ټاکل شوې سبا چهارشنبه (لېندۍ ۱۶مه) په کابل او ولایتونو کې د دولسم ټولګي له نجونو زدهکوونکو د ارتقا په موخه ازموینه واخیستل شي.
يو شمېر نجونې زدهکوونکي وايي، دغه ازموينه په يوه ورځ اخيستل کېږي او له زدهکړو د لرې والي له امله ورته بشپړ چمتووالی نهلري.
یوه زدهکوونکې نجیلا پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «د زدهکوونکو ظرفیت کم دی، خو بیا هم اندېښمنې دي.»
یوه بله زدهکوونک لېمه پهدې اړه وايي: «موږ ته فرصت رانهکړل شو چې ښوونځیو ته لاړې شو. په یوه ورځ کې ډېرزه ستونزمنه ده چې د ۱۵ مضمونونو ازموینه ورکړو.»
صنم چې د نورو زرګونو زدهکوونکو په څېر له دریو کلونو راهیسې له زدهکړو لېرې پاتې شوې، وايي، لومړی د کورونا وېروس د محدودیتونو او وروسته د سیاسي بدلونونو له امله ښوونځي ته له تګه محرومه شوې ده.
نوموړي پهدې اړه وايي: «لسم ټولګي کې د کرونا له کبله ارتقا وشوه، په یولسم ټولګي کې د دولت له بدلونونو ورسته داسې وشول او د دولسم ټولګي شرایط هم ډېر سخت دي، یوازې ما ته نه، زما ټولو ټولګیوالو ته. یو شمېر هېڅ خبر نهلري، یو شمېر کتابونه نهلري، نه پوهېږو له کوم ځایه پیل وکړو.»
خو یو شمېر نورې ښځينه زده کوونکې د دغې ازموینې هرکلی کوي.
یوه زدهکوونکې وايي: «زه د اسلامي امارت حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوم او ډېره خوښه یم چې یو ځل بیا یې نجونو ته چانس ورکړ.»
زدهکوونکې ثریا وايي: «موږ نجونې ډېرې خوښې یوو چې له موږ ازموینه اخلي، څو پوهنتون ته لاره پیدا کړو.»
بلخوا، د پوهنتون یو شمېر استادان وایي، د ازموینې د ورکړې او پوهنتون ته د تګ لپاره د زدهکوونکو ظرفیت مناسب نه دی.
د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده زیاتوي: «له نجونو د ټولو مضمونونو ازموینه په یوه ورځ اخیستل کېږي چې دا له منطق لرې خبره ده او له بل لوري نجونې له تېر یو کال راهیسي د ښوونځیو نه پرانیستل کېدو له کبله له رواني اړخه کړېږي.»
طلوعنیوز له ډېرو هڅو سره-سره و نهکړای شول چې پهدې تړاو د پوهنې وزارت نظر واخلي.
څه باندې یو کال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې ښوونځي ته له تلو بېبرخې شوې دي. د نجونو د ښوونځيو نه پرانېستل کېدل له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي، خو کومه پایله یې نهده لرلې.
په دې اړه مو اندونه