Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مجاهد له وېسټ سره لېدنه کې؛ نړې دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره لېدلي.

ملي دفاع وزارت په‌دې اړه پر ټویټر په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، ښاغلي مجاهد په‌دې لېدنه کې له توماس وېسټ وغوښتل چې نړۍ د افغانستان "ځمکنۍ بشپړتیا" ته درناوی ولري.

دې وزارت د ښاغلي مجاهد له قوله پر ټویټر لیکلي: «افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه‌شته او نه به‌وي او همداراز  د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد په ضد  نه‌ده کارول شوې او نه به وکارول شي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال په متحده عربي اماراتو کې له ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره لېدنه کوي چې د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړۍ نېټه د سیمې هېوادونو ته پر سفر وتلی دی.

نوموړي پرون (دوشنبه) د هندوستان په نوي ډهلي کې د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله سره هم لېدنه کړې وه.

نوموړي له ښاغلي عبدالله سره د لېدنې په هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانانو تر منځ د ژر تر ژره "ملي سیاسي خبرې اترې" پیلولو ته اړتیا ده او زیاتوي: «په نړیواله ټولنه کې د دې اړتیا په اړه اجماع شته چې افغانان یې باید رهبري وکړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د ملي دفاع وزارت سرپرست په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو او سوداګرو سره هم لېدلي.

توماس وېسټ پرون (دوشنبه) د هندوستان په نوي ډهلي کې د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله سره هم لېدنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه