Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چاپېریال ساتنې سېمېنار ګډونوال: په کابل کې د هوا ککړتیا ډېره شوې

د علومو اکاډمي "د افغانستان د هستوګنې د چاپېریال څېړنه، ستونزې او حل لارې" تر نوم لاندې سیمینار جوړی کړی.

په‌دې سېمېنار کې د پوهنتونونو یو شمېر استادان وايي، په پلازمېنه کې تر بل هر وخته د هوا ککړتیا ډېره شوې ده.

د پولي تخنیک پوهنتون استاد اسدالله رضايي وايي: «د هوا ککړتیا په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې تر ټولو لوړې اندازې ته رسېدلې او د نړۍ په کچه لومړنیو ککړو پلازمېنو ته رسېدلی دی.»

له دې سره سم د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي، په کابل کې د تېرو کلونو پرتله د هوا د ککړتیا ګراف ټیټ شوی او ډېری فابریکو او حمامونو د لوګي پاکولو فلټرونه نصب کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پلټنې او کنټرول ریاست کارشناس سید قیوم هاشمي وايي: «زموږ شمېرې ښيي، چې په عمومي ډول د هوا ککړتیا د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې ده.»

د کابل ښار ځیني اوسېدونکي د هوا ککړتیا اندېښمنه کړي دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالحی شکور وايي: «بدبختانه ځیني وختونه چې زموږ دوستان مخې ته راشي موږ يې سم نه شو لیدلی، ځکه چې هوا په سهار کې تر دې اندازې ککړه وي.»

د کابل اوسېدونکی صمیم وايي: «هوا ډېره ککړه شوې.خلک بوټونه او ډېر نور داسې څه سوځوي، چې هوا ککړوي او همدارنګه د ډبرو سکاره هم سوځوي.»

بل خوا یو شمېر ډاکټران زیاتوي، د هوا ککړتیا ډېری ناروغۍ په ځانګړي ډول تنفسي، د وینې سرطان او ځیني نورې ناروغۍ پیدا کوي.

ډاکټر محمد نعیم اکبري وايي: «د هوا ککړتیا د سږو، د ویني سرطان، زړه او ډېری نورو ناروغیو د پیدا کېدو سبب کېږي.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین په کابل کې غیرمعیاري ټرانسپورټ، د ډبرو سکرو سوځول، د سړکونو خاموالی او یو شمېر نور هغه لاملونه بولي، چې د هوا ککړتیا سبب کېږي.

ورته مهال، د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د هوا ککړتیا کمه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه