Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې د «کابل پر هوټل» د برید په وړاندې غبرګونونه

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر «کابل هوټل» د برید په غبرګون کې د دغه برید د عاملانو د پېژندلو غوښته کوي او وايي چې په افغانستان کې د چیني وګړي د خوندیتوب په برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین وايي:«چین د افغانستان له چارواکو غواړي، چې د چیني وګړو ژغورنه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي او د برید کوونکو د پیدا کولو لپاره هر اړخیزې څېړنې پیل کړي او د برید کوونکو د پېژندلو او تنظیم کوونکو ته سزا ورکړي او د چیني وګړو او سازمانونو د ساتنې لپاره دې افغانستان کې لا ډېرې هڅې وکړي.»

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په کابل کې د دوشنبې په ورځ برید غندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندپرایس هم وویل:«موږ د بې ګناه ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی په کلکه غندو. د افغانستان خلک له اوږدې مودې راهیسې تاوتریخوالي سره مخ دي، چې د دې تاوتریخوالي کچه لوړه وه. داسې ښکاري چې دا برید د داعش وحشي تکتیکونه دي.»

د ملګرو ملتونو ویاند مرستیال فرحان حق څرګنده کړه:«په دې پړاو کې په افغانستان کې یوناما هڅه کوي، چې په دې تړاو معلومات جمع کړي او موږ د دا ډول بریدونو په اړه اندېښمن یوو.»

سید امین الله امین د یوه چیني شرکت کارکوونکی و، چې د دوشنبې ورځ په کابل هوټل برید کې وژل شوی دی.

د سید امین ورور وايي، نوموړی تازه د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی و او په یوه چیني شرکت کې يې کار کاوه.

د سید امین الله امین ورور عبدالعالي امین وايي:«له درېیو شهیدانو یو يې زما ورور و. زما ورور ۲۴ کلن و او د اقتصاد پوهنځی يې په هند کې لوستلی و، چې په یوه چیني شرکت يې دنده لره، چې په پروني برید کې شهید شو.»

د سید امین الله امین پلار سید عبدالمقدم هم وویل:«یو برید د داعش ډلې له لوري ترسره شو. فکر کوم چې دې نښتې دوه ساعته دوام وکړ، چې له امله يې زما زوی شهید شو.»

د اسلامي امارت ویاند وايي، داعش ډله افغانستان کې ځپل شوې، خو هڅه کوي دې ډول بریدونو سره د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو اړیکي زیانمنې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«داعش ډله په دې وروستیو کې سخته ځپل شوې ده، خو دغه ډله وروستۍ هڅې کوي، چې په دا ډول بریدونو سره د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.»

اسلامي امارت له برید وروسته اعلان وکړ چې درې بریدګرو په دغه هوټل برید کړی، چې پایله کې يې دوه بهرني اتباع ټپیان شوي دي.

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په کابل کې د دوشنبې په ورځ برید غندلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه