Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو د وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي چې ښځې په افغانستان کې ښځې د بې سرپرسته جمعیت ستره برخه جوړ وي.

دغه بنسټ وايي چې ښځې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې خوراک، د ملکیت له حقه استفادې او د قانوني مرستې لپاره غوښتنې په برخه کې بې وسې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه ښځې او نجونې په افغانستان کې له نورو ډلو شاته پاتې یادوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي:«ښځې او نجونې د خوراکي توکو د کمښت له امله د دفاعي مکانیزمونو ترمنفي اغېز لاندې راځي. ښځې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره د خپلو وسایلو پلورو ته مجبورېږي، یا په سختو موردونو کې کورنۍ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې ودوي. د اساسي حقونو په برخه کې محدودیت او د سواد ټېټه کچه په دې مانا ده، چې ډېری ښځې پېژندکارټونه نه لري، دا کار د بشري مرستو په ګډون مهمو خدماتو ته د هغوی د لاسرسي مخه نیسي.»

په هېواد کې ځينې بې سرپرسته ښځې وايي چې هغوی د خوړو د برابرولو لپاره اړې دي چې د خپل کور توکي وپلوري.
  
بې سرپرسته ښځه  شاه جان وايي:«د کور وسایل مې وپلورل یوه زړه غالۍ مې لرله هغه مې همدا ډول وپلورله، د کور سودا مې وپېرله، وچه ډوډۍ مې وپېرله. په خدای که غرمه مو وخوړه د شپې مو نه ده خوړلې.»
 
بې سرپرستې ښځې حمیدې هم وویل:«نه لرګي لرو او نه سکاره لرو او نه هم د کور خرڅ. له دولته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»    

د ښځو د حقونو فعاله  فرح مصطفوي وايي:«دم ګړي چې افغان مېرمنې له اقتصادي کړکېچ او د دندې له کړېکچ سره مخ دي هغه مسله چې کولای شي د منځنۍ مودې لپاره لار پرانیزي د هغو سیسټومونو رامنځته کول چې په هغه کې مدیریت، څارنه او د ټولو بشري مرستو وېش د ښځو به لاس کې وي.»

تر دې مخکې په افغانستا کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشرې له یو شمېر ښځو سره په کتنه کې د افغان ښځو د حقوقو پر ملاتړ ټینګار کړی وو.

شریک یي کړئ