Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل غوښتنه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له پي، بي، اس آمریکايي شبکې سره په تازه مرکه کې یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ پر تعامل ټينګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، نه یوازې اسلام آباد بلکې ټوله نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله وویل:«تر هغه ځایه چې، له افغانستان سره د نړۍ له تعامله ملاتړ کوو کاملاً صحیح ده. دا هغه څه دي چې، ما پرې ټينګار کړی؛ ځکه معتقد یم چې، نه ښايي تېرې تېروتنې تکرار کړو. وروستی ځل په افغانستان کې د سړې جګړې یو ډول او د جهاد طرحه عملي شوه او تر هغې وروسته نړۍ افغانستان یوازې پرېښود او دا د دې لامل شو چې، موږ له ګڼو ستونزو سره مخ شو او اړ شو چې، یو ځل بیا شاتګ وکړو. نو موږ په ټينګار سره وایو چې، نه یوازې پاکستان بلکې، نړۍواله ټولنه هم له افغانستان سره تعامل وکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي.

ښاغلي زرداري زیاته کړه:«موږ له دې واقعیته هرکلی کوو چې، په افغانستان کې نجونو لپاره لومړنۍ زده کړې مجاز دي. افغان نجونو لپاره لوړې زده کړې هم مجاز دي. او موږ د داسې یوې ورځې په تمه یوو چې، نجونو ته منځنۍ زده کړې هم مجاز شي.»

د چارو ځينې شنونکي هم د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ تعامل د دواړو خواو په ګټه ګڼي او زیاتوي چې، سرپرست حکومت د نړۍوالې ټولنې هغه غوښتنې چې، له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي، ومني.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه محمد اجمل زرمتي وویل:«شپاړس میاشتې تېرې شوې او موږ په سرپرستۍ کې یوو موږ تراوسه نه یوو توانېدلي چې د رسمیت پېژندلو په لور ګام پورته کړو د دې لپاره باید هم به کور دنننه او هم له هېواده بهر هڅې وشي.»

معین ګل څمنکی وايي:«مهمه دا ده چې موږ د رسمیت پېژندلو په لور ګام پورته کړو ښه ده چې په خپل منځ کې د نړۍوالې ټولنې غوښتنې په پام کې ونیسوو.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال هم له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې تعامل د دواړو خواو په ګټه ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«د رسمي اړیکو او تعاملاتو لپاره باید ملموس ګامونه پورته شي چې موږ هغه پړاو او وضعیت ته ورسېږو چې اړیکې رسمي وي او مسله او ستونزه له قانوني او رسمي لارې حل کړو.»

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې تعامل په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، د بشري حقونو رعایتېدو او د نجونو زده کړو پورې مشروط بللی و.

سرپرست حکومت لا تر اوسه د سیمې او ګاونډيو هېوادونو په ګډون د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پيژندل شوی؛ خو ځینې هېوادونه له افغانستان سره ډيپلوماټيکې اړیکې پالي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه