Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو پرېکړې په غبرګون کې د یو شمېر ښځو لاریون

نن (پنج‌شنبه) په کابل کې یوه ډله ښځو د نجونو محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

دغه معترضې ښځې وايي، زده کړې او لوړ تحصیلات د ښځو حق دی او همداراز خبرداری ورکوي تر هغې چې دغې غوښتنې ته یې رسېدنه و نه‌شي؛ خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

معترضه ژولیا پارسي وايي: «د طالبانو اعلامیې ته په کتو چې پرون یې د نامعلومې نېټې پورې د نجونو پر مخ د پوهنتونونه وتړل، نن په همدې دلیل اعتراض کوو او غواړو د افغانستان د ټولو پوهنتونونو د نجونو غږ شو.»

د ښځو حقونو برخې فعاله سودابه نژند وايي: «موږ دغه ډول لاریون پیل کړی چې درس د ټولو یا هېچا لپاره.»

یو شمېر دیني عالمان او د ښځو د حقونې فعالانې له اسلامي امارته غواړي چې ښځې له زده کړو او تحصیله محرومې نه کړي.

دیني عالم احمد الرحمان علي‌زاده وايي: «د اسلام له نظره هر سړی او ښځه حق لري چې زده‌کړې وکړي او دا حق لري چې نورو هم ته هم زده‌کړې ورکړي.»

د کابل اوسېدونکی محمد یوسف وايي: «تر څو یو کس علم و نه‌لري، څنګه به یو کس خپل خدای وپېژني، دا علم دی چې یو انسان له ناپوهۍ او تیارې نه رڼا ته راباسي او ظلم نه یې سمې لارې ته سموي، دا هر څه د علم له لارې کېږي.»

د سه‌شنبې په ورځ ناوخته د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه رسمي مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ د ځنډېدو اعلان وکړ، دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه