Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مرستو وېش پر بهیر د کابل اوسېدونکو نیوکې

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو د وېش بهیر پر څرنګوالي نیوکې لري.

دوی وايي، دمګړۍ له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي او په وینا یې کېدونکې مرستې هم په راڼه ډول نه وېشل کېږي.

د کابل اوسېدونکی صابر چې د کار د نشتوالي له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، وایي، تر اوسه په دې نه‌دی توانیدلی چې د ژمي لپاره سونګ توکي وپېري او د مرستندویو بنسټونو له لوري هم ورسره مرسته نه ده شوې.

د کابل اوسېدونکی صابر وايي: «مرستې کېږي، خو ولې موږ ته نه رارسېږي؟ زموږ وضعیت ډېر خراب دی. کاروبار هم نه‌شته.

د کابل اوسېدونکې سیما گل  زیاتوي: «که موږ درلودای، کور به مو ولې اووه رنګه وای، ته مو پردو او ډېوالونو ته وګوره، له دې ټولو زه کړېږم او ډېره خفه کېږي.»

بل خوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د مرستندویو بنسټونو د مرستو د وېش پر بهیر نیوکه کوي او له مرستندویو بنسټونو او اسلامي امارته غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د کابل د اوولسمې ناحیې اوسېدونکی نسیم الله وايي: «دغه خلک ټول اړ دي، ټول خلک چوک کې درېدل کار یې کاوه، خو اوس کاروبار نه‌شته. ټول خلک اړ دي.»

د کابل د اوولسمې ناحیې اوسېدونکی همایون حیدري وايي: «یو نیم کال شو چې په لسمه ناحیه کې ژوند کوم، اووه ماشومان لرم، په کرایه کور کې ژوند کوم، ځکه موږ له موږ سره هېڅ مرسته نه‌ده شوې.»

خو د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وایي، چې دغه بنسټ ټولو افغانانو ته د مرستو د رسولو لپاره کافي بودجه نه لري او د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې په لومړي سر کې پر بې سرپرسته ښځو او بې ځایه شویو کورنیو وېشل کیږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام کافي منابع په اختیار کې نه‌لري چې له ټولو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي، موږ اړ کېږو چې د دوی په منځ کې تر ټولو ډېر اړمن کسان پیدا کړو، د هغوی ارزونه وکړو او هغوی چې تر ټولو ډېر مستحق کېږي، مرستې ورته ورکول کېږي.»

تر دې وړاندې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال ویلي دي، چې اوسمهال په افغانستان کې شل میلیون تنه له سختې لوږې سره مخ دي او اوه نوي سلنه نور افغانان په بې وزلۍ کې شپې او ورځې تېروي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، دمګړۍ له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي او په وینا یې کېدونکې مرستې هم په راڼه ډول نه وېشل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه