Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شیخ الازهر: له پوهنتونو د نجونو منع کول له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دی

په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو بهیر د ځنډېدو په تړاو د نړۍوالو غبرګونونو په دوام، د الازهر پوهنتون رییس شیخ احمد الطیب، دا پرېکړه له "اسلامي شریعت سره په ټکر" کې بللې ده.

ښاغلي الطیب په یوې خبرپاڼه کې چې پر فیسبوک پاڼه یې خپره کړې، له سرپرست حکومته غوښتي چې په‌دې اړه بیا کتنه وکړي او زیاته کړې یې ده چې په اسلام کې د ښځو له زده‌کړو مخنیوی جواز نه‌لري.

د الازهر پوهنتون او د اسلامي نړۍ د عالمانو د حکماوو شورا رييس شیخ احمد الطیب د بیانیې په یوې برخه کې لیکل شوي: «دغه پرېکړه له اسلامي شریعت او همداراز د شریعت له هغې غوښتنې سره په تضاد کې ده چې، ښځو او نارینه و ته د زده کړو لارښوونه کوي. د اسلام په دین کې له زده کړو د ښځو محرومیت جواز نه لري او همداراز د ښځو او نارینه و حقونه مساوي دي. په افغانستان کې د سرپرست حکومت له چارواکو غواړو چې، پر خپلې دغې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي.»

جي ۷ یا د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډلې بیا ویلي، دغه پرېکړه افغانستان نور هم شاته بیایي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره او د جي ۷ هېوادونو ډلې رييسه انالنا بربوک وايي: «په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د حضور د منعه کېدو په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړه حجر دورې ته د افغانستان د کاږلو لپاره یو بل ګام دی.»

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې په دې تړاو له نورو هېوادونو سره پر خبرو بوخت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وايي: «موږ دمګړۍ له نورو هېوادونو سره په دې تړاو پر خبرو بوخت یو او که د افغانستان سرپرست حکومت خپله دغه پرېکړه بېرته وانخلي، نو بیه به یې پرې کړي.»

د افغانستان لپاره د آمریکا د سفارت شارژدافیره کرن دکر وايي: «استعفاوې، اعتراضونه، ناهیلۍ او عزم دا ټول د افغانانو تر منځ د همغږۍ او قوي یووالي ښکارندويي کوي. موږ تاسو ته غوږ نیسو، تاسو وینو او موږ له تاسو ملاتړ کوو. لا هم وخت تېر نه دی دغه پرېکړه چې هر چا کړې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره پرې مشوره وکړي او پر دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي.»

له بل لوري د دې پرېکړې په تړاو د پوهنتونونو د استادانو د استعفاو په لړ کې په بهر کې پر زده کړو بوخت یو شمېر نورو استادانو هم له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.

د کابل پوهنتون استاده ریحانه حلیم وايي: «زه ډېره سخته خفه یم، ومې غوښتل د اعتراض په ډول د علمي کادر له غړیتوبه خپله استعفا اعلان کړم او هیله لرم چې زموږ دا ګامونه او اعتراضونه زموږ غږونه د چارواکو تر غوږو ورسوي.»

د پولیتخنیک پوهنتون استاد احسان‌الله رحماني وايي: «پر دغه پرېکړه د اعتراض له کبله او له خپلو افغان خویندو څخه د ملاتړ په خاطر ما خپله استعفا لوړو زده‌کړو وزارت ته وړاندې کړې ده او د یو شمېر نورو استادانو د استفعا لړۍ لا هم دوام لري.»

په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د بهیر ځنډېدو په تړاو په جرمني کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکو او په خیرپښتونخوا کې یو شمېر زده کړیالانو هم اعتراض کړی او په افغانستان یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازې د پرانېستنې غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه