د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ په یوه مکتوب کې کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو ته لارښوونه کړی چې د ښځینه کارکوونکو دندې تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.
اقتصاد وزارت پهدې مکتوب کې یادو بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې د دې فرمان تطبیق د ځنډ په صورت کې به د دې وزارت لهخوا صادر شوی جواز لغوه کړي.
د اسلامي امارت دغه پرېکړه د هېواد د یو شمېر بنسټونو او هېوادوالو له غبرګون سره مخ شوې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان په یوه ټویټ کې د اقتصاد وزارت پر دې پرېکړې نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د کورنیو او بهرنیو غیرې دولتي بنسټونو د ښځينه کارکوونکو دندې ځنډولې دي او یاده پرېکړه یې له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې صحنې د ښځو د حذف کولو اقدام بولي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په یوې بیانیه کې لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان بسټونه او شریکان، په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار ممنوعیت په هکله د اسلامي امارت پرېکړه غندي.
د اوچا په بیانیه کې راغلي: « دا ډول حکم د ښځو بنسټيز حقوق نقضوي او له بشرپاله اصولو سره په ټکر کې دی.»
په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو د منع امر په داسې حال کې صادرېږي چې تېره اوونۍ د لوړو زدهکړو وزارت د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو زده کړې وځنډولې.
په دې اړه مو اندونه