Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په غیردولتي موسسو کې د ښځینه‌وو د دندو ځنډولو پرېکړې ته نړیوال غبرګونونه

د هېواد په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار ځنډولو پرېکړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د امریکا، کاناډا او ناروې بهرنیو چارو وزارتونو تر څنګ ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د افغانستان لپاره د امریکا، اسټرالیا او جرمني سفارتونو د اسلامي امارت دا حکم غندلی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په‌دې اړه ویلي، دا پرېکړه ښايي د افغانانو لپاره ویجاړونکې وي او د مېلیونونو خلکو لپاره به د حیاتي او ژوند ژغورونکو مرستو بهیر ګډوډ کړي.

ورته مهال د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکن هویټفلډ غوښتنه کړې چې دا پرېکړه باید ژر تر ژره بېرته واخیستل شي. نوموړې په یوې بیانیه کې لیکلي، هېواد یې له خپلو شریکانو سره وضعیت څېړي او مناسبت ځواب به ورکړي.

د کاناډا بهرنیو چارو وزیرې مېلاني جولي هم په‌دې پر ټویټر اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه "د ښځو حقونه په بشپړ ډول" له پامه غورځوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، انتونیو ګوټېرېش په افغانستان کې د ښځو د کار ځنډېدو په اړه د اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې په اړه سخت اندېښمن دی.

ملګري ملتونه په‌دې باور دي چې دغه ګام د ډېرو هغو بنسټونو فعاليتونه کمزوري کوي چې په دې هېواد کې د زيانمنو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره کار کوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو حقونو د تامین غوښتنه کړې ده.

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفارت د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، دغه حکم د بشردوستانه اصولو خلاف دی او د دې لامل کېږي چې ښځې او نجونې نورې هم څنډې ته کړي او د افغانستان بې‌وزله هېوادوال لا اغېزمن شي. یاد سفارت غوښتنه کړې چې اسلامي امارت دې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کېرن ډېکر د اسلامي امارت پر دې پرېکړې نیوکه کړې او په‌دې اړه یې د سپیناوی غوښتی. تر څنګ یې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دا پرېکړه غیرمسوولانه بللې او د افغانستان بشر حقونو او ښځو او نجونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اسلامي امارت پرېکړه "بې‌رحمانه" بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د اقتصاد وزارت پرون (شنبه) په یوه مکتوب کې کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو ته لارښوونه کړی چې د ښځینه کارکوونکو دندې تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.

په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو د ځنډېدو حکم داسې حال کې صادرېږي چې تېره اوونۍ د لوړو زده‌کړو وزارت د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو زده کړې وځنډولې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه