Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: د کوکنارو د کښت مخنیوي ته ژمن یوو

د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منع شوی او هیچا ته یې د کښت اجازه نه ورکول کېږي.

کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، د کوکنارو له کرکېلې مخنیوی له نشه‌يي توکو سره د مبارزې یوه برخه ده.

ښاغلی ټکور په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو د کښت، قاچاق او استعمال په برخه کې لکه څنګه چې د یو کال په اوږدو کې په جدیت سره مبارزه کړې ده همدارنګه په راتلونکي کې هم ژمن دی چې د دې شومې پدیدې مخنیوي په کلکه سره وکړي.»

د کوکنارو د کرکېلې د ممنوعیت د فرمان له صادرېدو سره سم، په هلمند کې یو شمېر کروندګر وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په توګه په دغه ولایت کې د پنبې کرنه عامه شوې ده.

کروندګر راز محمد وايي: «پروسږ کال په ځینو سیمو کې تاریاک کرل شوي وو، خو سږ کال په هلمند ولایت کې هیچا کوکنار نه‌دي کرلي، ځکه حکومت بند کړي دي.»

د عطا محمد په نوم یو بل کروندګر وايي: «تریاک چې بند شوي، پنبه یې په اته سوه روپۍ کړه، لس ورځې مخکې په زر روپۍ وه، اوس په اته سوه ده.»

تر دې مخکې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و چې لا هم افغانستان د نړۍ ۸۵ سلنه تریاک تولیدوي او په وینا یې له قاچاقه یې د مخنیوي لپاره هېڅ خنډ نه‌شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه