Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: بېلابېلو ولایتونو کې به ۲۷ نوې ولسوالۍ رامنځته شي

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال نورالله جلال جلالي وایي، چې د خلکو او د اسلامي امارت د مشرتابه په غوښتنه ۲۷ نوې ولسوالۍ منظورې شوې دي او ډېر ژر به یې په بېلابېلو ولایتونو کې تشکیلات رامنځته شي.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال زیاتوي، چې د دغو ولسوالۍ پر تشکیل کار روان دی.

ښاغلي جلالي وویل:«د اسلامي امارت د مشر د شفقت له مخې د هغه ۲۶ یا ۲۷ ولسوالیو د تشکیل منظوري ورکړې ده، به نور تشکیل بانډې موږ لګیا یوو ان شاالله په نږدې وخت کې به برابر شي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي او د پوهنتون استادان په دې باور دي، چې د سرپرست حکومت چارواکی باید د ولسوالیو د جوړېدو پرځای د هېواد د لویو ستونزو د حل کولو په فکر کې وي.
                            
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«نن حکومت باید خپله ټوله پاملرنه د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستولو ته کړي دا ډول ریفورمونه چې په دې ځای کې وینوو، دا د خلکوک او کورنیو په اقتصادي وضعیت کوم اغېز نه لري.»

د پوهنتون استاد محمد اکرم عارفي هم څرګنده کړه:«هغه اقدامات چې کېږي په متوازنه او عادلانه توګه وي. موږ په تېرو دورو کې هم د دې شاهد وو چې د کسیزو اقداماتو پر بنسټ او کسیزو تشخیصونو پر بنسټ ولایتونونه رامځته کېږي، ولسوالۍ رامنځته کېږي په هغه کې هېڅ ډول اڼډول او اعتدال په پام کې نه نیول کېږي.»

اوس مهال افغانستان ۳۴ ولایتونه او ۳۶۴ ولسوالۍ لري، چې د نویو ولسوالۍ په زیاتېدو سره به د هېواد د ولسوالیو شمېر ۳۹۱ولسوالۍ ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه