Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان ملي خبرو په اړه د ملګرو ملتونو له‌خوا د ناستې جوړېدو احتمال

په ملګروملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست وایي، د ملګروملتونو په مشرۍ به د ملي خبرو اترو د جوړېدو په اړه یوه ناسته جوړه شي.

نصیر احمد فایق له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، د دې ناستې پر طرحې کار روان دی او په دې ناسته کې به د افغانستان ریښتیني استازي د هېواد په اړه پرېکړه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د افغانستان په کچه د ملي اجماع د بین‌الافغاني مذاکراتو تر سره کول چې په‌کې د افغانستان ټول رښتیني استازي راشي او د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه کوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند بیا نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه نه مني او زیاتوي چې، د هغه څرګندونې هم ورته اهمیت نه لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «فایق اوس یو فرد دی، هغه اوس د یو اړخ په توګه نه پېژنو او نه دی. هغه یو فرد دی او هر څه چې وای، د هغه شخصي نظر دی.»

له دې سره سم، د چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره په ملي کچه خبرې اترې مهمې دي.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوه شیر اغا روحانی وايي: «ملي خبرې اترې یو ډېر ښه کار دی، که تر سره شي، کولای شي هېواد له بحران څخه وژغوري.»

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجمیل شیراني وايي: «اسلامي امارت د هېواد په ټولې جغرافیه حاکم دی او د هغوی وخت تېر شوی دی.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په خبرو کې یو ځل بیا په هېواد کې په ملي کچه د خبرو اترو پر ترسره کېدو ټينګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه