نن پنجشنبه (د مرغومي اتمه) د سږ ژمي لومړۍ واوره په کابل کې وورېدله.
د پلازمینې یو شمیر اوسېدونکي د واورې اورښت ته خوشحاله دي او وایي، د واورې اورښت د وچکالۍ کموالي او حاصلاتو زیاتوالي ته ګټور دی.
د کابل اوسېدونکی سید غفار وايي: «نن په کابل کې واوره ورېدلې، خلک ډېر خوښ دي، کابل دې بېزرو وي، خو بېواورې دې نهوي.»
د کابل اوسېدونکی محمد نور زیاتوي: «واوره ورېدلې، غټ او واړه خوښ دي، ټول وینو چې خلک د توپ لوبه کوي، له واورې سره یو بل ولي او خوښ دي.»
ماشومان او تنکي ځوانان په دې واوره کې د یادګاري عکسونو په اخیستو او واورو سره په لوبو له دغه فصله هرکلی کوي.
د کابل اوسېدونکی حامد وايي: «نن په کابل کې لومړۍ واوره ده، همداراز په نورو ولایتونو کې هم ورېدلې ده او زه ډېر خوښ یم.»
خو داسې کورنۍ هم شته چې، د واورې په ورېدو سره یې ستونزې څو برابره کېږي.
سخي اغا وايي، په دې سړه هوا کې د خپلې کوټې د تودولو وس نه لري.
د کابل اوسېدونکی سخي اغا وايي: «د خوراک لپاره څه نهلرو، هېڅ نه لرو، که به دروغ وایم، مخ دې زما تور شي.»
د کابل اوسېدونکی طوطیا وايي: «نه ډوډۍ لرو، نه لرګي لرو، بخارۍ لرو، خو لرګي نه لرو.»
په دې واورې سره د هېواد په شمال کې ځينې لویې لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوي دي.
له ډېر پخوا راهیسې په کابل کې داسې دود دی چې، ځینې کسان خپل خپلوانو او ملګرو ته چې دغه واوره یې نه وي لېدلې؛ نو د واورې زیری ورکوي او ورته وايي چې، واوره زموږ او میلمستیا ستاسو.
په دې اړه مو اندونه