د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې نجونو ته د زده کړې د زمینې د برابرولو لپاره د اسلامي نړۍ د علماوو د یوځای کیدو غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان سرمنشي د اسلامي فقهې له نړیوال فورم څخه وغوښتل، چې د یوه نړیوال کمپاین په لاره اچولو سره د عامه پوهاوي په موخه د اسلامي علماوو غږ پورته کړي.
د دغه سازمان سرمنشي د دغې مجمعې په دویمه غونډه کې ویلي، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ ځنډول هېڅ شریعي توجیه نه لري.
حسین ابراهیم طه، د اسلامي فقهې له نړۍوالې مجمعې سره خبرې کړي؛ څو دیني عالمان سره یو موټی کړي او همداراز یې د نجونو د زده کړو په تړاو د توضیحاتو ورکړې په موخه یو کمپاین پیل کړی دی.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «د پوهنتون په ګډون له زده کړو د نجونو د منعه کېدو په تړاو د اسلامي امارت پرېکړه چې، ګواکې دا له شریعت سره په تضاد کې ده او همداراز د لږکیو او په لویدیځو هېوادونو کې د مسلمانانو پر وړاندې تربنګنۍ هغه مسایل دي چې، د اسلامي فقهې د نړۍوالې مجمعې له لوري ورته رسېدنه وشي.»
د پوهنتون استاد عبدالناصر شفیق وايي: «افغانان د دې غوښتنه کوي چې اسلامي امارت عیني واقعیت در کړي او د خلکو ګټې په نظر کې ونیسي او د نوي ښوونیز کال په پیل سره د زدهکوونکو او ثانوي زدهکړو او لېسو دروازې پرانیزي.»
د پوهنتون استاد فرهاد ابرار وايي: «د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل په کورنۍ کچه د امارت او افغانانو تر منځ واټن ډېروي او په نړیواله کچه د بشري حقونو او ښځو د حقونو په برخه کې له نړیوالو سره په جدي ټکر کې اچوي.»
اسلامي امارت بیا وايي، د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د دوام لپاره د یوې لارې د موندلو په لټه کې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد زیاتوي: «د زدهکړو او ښځو د کار لپاره به د حل لاره پیدا شي، موږ یې په لټه کې یوو.»
تر دې مخکې د الازهر پوهنتون ريیس او د اسلامي نړۍ د عالمانو شورا رييس ویلي وو چې، له زده کړو د نجونو منعه کول جواز نه لري.
هغه د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي و چې، پر دغې مسالې بیا کتنه وکړي.
په دې اړه مو اندونه