Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۲۰۲۲ کال پر افغان مېرمنو د ډېرو محدودیتونو له امله له ننګونو ډک کال

په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د ښځو او بشري حقونو مسایل، اسلامي امارت په دغه کال کې د ښځو په هکله لږ تر لږه اووه فرمانونه صادر کړل او دغه کار له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو.

د بندیزونو په وړاندې د ښځو لاریونونه او په دې هکله نړۍوال غبرګونونه په هېواد کې د دغه کال تر ټولو مهم مسایل وو.

اسلامي امارت په یولړ فرمانونو کې ښځې او نجونې له کار او زده کړو، پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته  له تلو او له محرم پرته سفرونو منعه کړې.
 
د بشري حقونو مسایل په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د افغانستان په تړاو د سیمه ییزو او نړیوالو غونډو مهم موضوعات وو. د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د جنورۍ ۲۵مه د اوسلو په غونډه کې د ښځو استازو د افغان ښځو غوښتنې په لیکنې بڼه د اسلامي امارت او نړۍ د هېوادونو پلاوي ته وسپارلې.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  بلال کریمي وویل:«هېواد ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته ټولې هغه ستونزې او ګډودۍ چې د بشري حقونو د نقض په هکله شتون درلودې له منځه ولاړ شوې دي.»

له دغو اندېښنو وروسته، ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ په مارچ میاشت کې ریچارډ بنټ د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د راپور ورکوونکې په توګه وټاکه. ښاغلي بنټ افغانستان ته په خپل سفر کې په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت و ارزاوه او خپلې موندنې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا سره شریکې کړې.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارد بنټ وايي:«د ښځينه کاري ځواک لېرې ساتلو د یو مېلیارډ ډالرو تر کچې زیان لرلی دی. خو دا یوازې اقتصادي او مالي ستونزه نه ده، دا یوه حقوقي مسله او په ټولنه کې د ښځو د بشپړ ګډون موضوع ده، نو په دې برخه کې ښځو ته نه پاملرنه ځيني ټولنیزې او سیاسي پایلې لري.»

 بل خوا د اقتصاد د نړۍوالې مجمع له لوري یوه خپاره شوي نوملړ کې افغانستان په ۱۴۶ هېوادونو کې د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای ګڼل شوی دی.
دغه محدودیتونه د بشري حقونو د بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شول او دغو بنسټونو ژر تر ژره د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې کمېشنره مېشل باشله څرګندوي:«زه د افغانستان له اوسنیو چارواکو غواړم چې د ښځو د بشري حقونو پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره د ښځو د سیاسي مشارکت لپاره د خبرو زمینه برابره کړي، څو د ښځو غږ واورېدل شي.»

په افغانستان کې د یونامادفتر مشره روزا اوتونبایوا وویل:«ملګري ملتونه په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غواړي چې د افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو له محدودولو لاس واخلي، ځکه هغه کسان چې حکومت کوي، د هرې ښځې، نارینه، نجلۍ او هلک پر وړاندې ډېر وظیفوي مسوولیتونه لري.»

بالاخره د زیږدیز کال په وروستیو لسو ورځو کې د لوړه زده کړو، اقتصاد او حج او اوقافو وزارتونو په درېیو نویو فرمانونو کې په پوهنتونو کې د نجونو پر لوړو زده کړو، په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کارکولو او دیني مدرسو ته د نجونو پر تللو بندیز ولګاوه. دغو پرېکړو هم کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول.

د بشري حقونو مسایل په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د افغانستان په تړاو د سیمه ییزو او نړیوالو غونډو مهم موضوعات وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه