Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقاعدینو یوځل بیا د خپلو معاشونو د نه ورکړې لپاره لاریون وکړ

ډېری متقاعدین په وروستي یو نیم کال کې د خپل تقاعد د حقوقو د ځنډېدو له امله شکایت کوي.

دوی وايي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژمي په دې ساړه موسم کې د خپلو کورنیو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

الینا یوه متقاعده ده، چې د خپل تقاعد د تنخوا د اخیستو لپاره یې غږ پورته کړی دی. دا وایي، چې څه باندې دېرش کاله ښوونکې وه، خو له څه باندې یو نیم کال راهیسې یې د تقاعد معاش یې نه دی ورکړل شوی.

الینا طلوع نیوز ته وايي:«په دغه کور کې څلور زره کرایه ورکوم، تراوسه مو هېڅ شی (بخارۍ، سندلۍ) نه ده ایښې. درې کورنۍ یوو او هېڅ نه لرو چې وې خورو.»

اعتراض کوونکي له اسلامي امارته غواړي چې ژر ترژره یې د تقاعد تنخوا ورکړي.
   
متقاعد میر عالم شاه وویل:«تاسې کولای شوئ کورونه ووینئ او مراجعه وکړئ ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته شوي دي.»
  
بل متقاعد  ذبیح الله هم څرګندوي:«یونیم کال کېږي چې اسلامي امارت راغلی. نن او سبا، له دې میاشتې بلې میاشتې ته کوي او زموږ حقوق نه راکول کېږي.»

د مالیې وزارت وایي، چې د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې طرحه یې چمتو کړې ده او توشیح ته یې په تمه دي.
    
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:«موږ د روان کال په بودیجه کې کابو څلور مېلیارده افغانۍ د متقاعدینو معاشونو ته ځانګړې کړي دي او په تمه یوو امر یې راشي او ورکړه یې پيلېږي، ورکړه د تېر په څېر د کارټ له مخې یې په بانکي حسابونو کې یې ورکول کېږي.»

د مالیې وزارت د شمېرو له مخې ۱۴۹ زره متقاعدینو چې څه باندې لس زره یې ښځې دي، خپلې کلنۍ تنخواوې نه دي ترلاسه کړي.
 
وزارت مالیه می‌گوید که طرحی را برای پرداخت حقوق بازنشسته‌گان آماده کرده و آن را برای توشیح به کندهار فرستاده است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه