د کابل د مکروریانونو ځیني اوسېدونکي د مرکز ګرمیو له نه فعالېدو شکایت لري.
دغه اوسېدونکي وایي، چې تر اوسه د ساتنې او مراقبت ادارې له لوري د دوی مرکز ګرمۍ نه دي فعالې شوې او د هوا د سړښت له امله یې ماشومان ناروغ شوي دي.
یو شمېر دغه اوسېدونکي وایي، که څه هم د دوی مرکز ګرمۍ هرکال په ځنډ سره فعالېږي، خو خورا ډېرې پیسې ترې اخیستل کېږي.
د درېیم مکروریانونو اوسېدونکې مسکان وايي:«قانون دی چې د لرګیو بخارۍ څه شی نه اېښودل کېږي د سندلۍ ځای نه دی چې سړی اور تازه کړي نورې ستونزې یې زیاتې دي، زموږ د ماشومانو لپاره ستونزمنه ده.»
د درېیم مکروریانونو اوسېدونکی محمد کاظم هم څرګندوي:«اول خو باید ورغول شي له رغولو وروسته باید د بیې موضوع یې هم وارزول شي اقتصادي وضعیت خو هم وینئ ښوونکی معاش نه لري کاتب معاش نه لري.»
بل خوا د مکروریانونو د ساتنې او مراقبت ریاست مسوولان وایي، چې د مکروریانونو یو شمېر اوسېدونکي له دوو کلونو راهیسې له دې درکه پوروړي دي او یو شمېر نور اوسېدونکي نه غواړي چې مرکز ګرمۍ یې فعالې شي.
د مکروریانونو د ساتنې او مراقبت رییس عبدالله مسلم زیاتوي:«یوه د پور موضوع ده او بله د مرکز ګرمیو د نه فعالېدو موضوع د سوند توګو د بیې لوړوالی دی.»
د مکروریانونو د ساتنې او مراقبت ریاست د معلوماتو له مخې، د مرکز ګرمۍ په فعالېدو سره به د یو متر مربع اوبو پر سر د مکروریانونو له اوسېدونکو په ورځ کې اته افغانۍ واخیستل شي.