Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان په دغه هېواد کې د ۴۰۵ افغان بندیانو د ازادولو حکم صادر کړی

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستاني پولیسو شاوخوا دوه زره افغان کډوال نیولي او زنداني کړي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان کونسل طلوع نیوز ته وايي چې اوس تازه د ۴۰۵ افغان بندیانو د خوشې کولو حکم د محکمې له خوا لاسلیک شوی او په راتلونکو څو ورځو کې به دغه بندیان له بنده خوشې او افغانستان ته راولېږل شي.

هغه زیاتوي چې په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 په کراچۍ کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وویل:«موږ یو ځل ۴۲۸ کسانو خوشې کړل او هغه وطن ته راستانه شول. اوس هم د ۴۰۵ کسانو د خوشې کېدو حکم د محکمې له لوري جاري شوی. کاغذي پروسيس يې روان دی او په څو ورځو کې به دا کسان هم افغانستان ته ستانه شي.»    

په کراچۍ کې افغان کونسل همدا راز زیاتوي چې په تېرو درېیو میاشتو کې دوه افغانان د کراچۍ په زندانونو کې مړه شوي، چې د یو تن جسد لا هم په پاکستان کې دی او د ځینو ستونزو له امله افغانستان ته نه دی لېږدول شوی.

ښاغلي تخاري زیاته کړه:«کوم چې په جیلونو کې پاتې دي، په دې کې ۲۵۷ ماشومان دي، ۷۱۲ نارینه او ۱۹۴ هم مېرمنې دي.»

ورته مهال په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال او د کډوالو د حقونو فعالان هم د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلن څخه شکایت کوي.

دوی وايي چې په ځینو ځایونو کې پاکستاني پولیس هغه افغانان هم نیسي چې د کډوالۍ رسمي کارتونه لري.

په پاکستان کې د مهاجرینو د حقونو فعال نظر خوګیاڼیوال وویل:«په ګډه دې له پاکستان سره کېني د افغانو په اړه دې ورسره خبرې وکړي، یا دې ورته وخت وټاکي، چې په دومره وخت کې دې افغانستان ته ستانه شي، یا دې راجستر کړي او کارتونه دې ورته ووېشي؛ ځکه چې دا افغانان له ډېر مشکل سره مخ دي.»

اول خان د افغان کډوالو د شورا غړی هم څرګندوي:«هغه افغان ورونه چې په پاکستان کې بې اسناده اوسېږي، له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي. موږ غواړو چې د افغانستان حکومت دغه مشکل له پاکستان او «یو، ان سي، ار» سره حل کړي.»

د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېسیون د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې د کراچۍ د ښځو په زندان کې د نورو مجرمینو ترڅنګ شاوخوا ۵۰۰ افغان ښځې او ماشومان بندیان دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، ډېری دغه کسان، چې کراچۍ ته د درملنې لپاره تللي وو، د پاکستان د پولیسو له خوا له دې امله نیول شوي، چې وېزه یې نه درلوده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه