Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محرابي: د ډسمبر له نیمايي افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد ځنډول شوی

د افغانستان د مرکزي بانک د تفتیش کمېټې رییس طلوع نیوز ته وايي چې د هغو نغدو پیسو لېږد چې د بشرپاله مرستو لپاره افغاستان ته ورکول کېږي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر له نیمايي ځنډول شوي دي.
 
شاه محمد محرابي زیاتوي، چې بشري مرستې د افغانۍ په ثبات کې مهم رول لري.

هغه زیاته کړه:«د افغانستان د اوه مېلیارډ ډالره شتمنۍ د کنګل کېدو له امله به د بانکي انتقالاتو له درېدو سره جوخت د بشري مرستو درېدل د بیو د لوړېدو، د روغتیا او پوهنې په برخه کې د معاشونو د ورکړې د بندېدو او دغه راز د وزګارتیا د زیاتېدو لامل شي. د خوراکي توکو د بیې د لوړوالي له امله به ډېری ښځې، بې سرپرسته کورنۍ او عادي افغانان د ډوډۍ، اوړو، غوړیو او نورو لومړنیو توکو د پېرلو توان ونه لري. دغه کار به د افغانانو د بې وزلۍ او کړاو د زیاتېدو لامل شي.»

شاه محمد محرابي طلوع نیوز ته وایي، چې د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د افغانستان څه باندې ۷۰ سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او ډېر نور هم له لوږې سره مخ دي او د مرستو بندېدل به د بې وزلۍ د زیاتېدو لامل شي.
 
د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه محمد محرابي وايي:«مهمه دا ده، دې ټکي ته اشاره وشي، چې د بشري مرستو د ځنډېدو موخه به څه وي، څوک به لاسته راوړنه ولري او څوک به یې له امله کړېږي. زه غوړام چې بشري مرستې دوام ومومي.»

د نړۍوالو چارو ځيني شنونکي په دې باور دي، چې بشري مرستې پر اسلامي امارت د فشار راوستو لپاره بندې شوې دي څو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار لګول شوی بندېز لېرې شي.

د نړۍوالو چارو شنونکی سید جواد سجادي وايي:«یا باید په خپلو پرېکړو بیاکتنه وکړي او یا د یوه انساني ناورین رامنځته کېدو ته دې په تمه وي.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه مهدي افضلي وايي:«که چېرې نن هم دغه مرستې پرې کېږي، تر ټولو زیات زیان د افغانستان خلکو ته رسېږي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي و، چې له اړمنو سره د مرستې لپاره څه باندې درې مېلیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه