Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د هوايي بریدونو د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

هلمند کې د برېټانیا د هوايي ځواکونو د بریدونو د قربانیانو ځينې کورنۍ، د عدالت د تامین او غرامت غوښتنه کوي.

حاجي ګل آغا چې د وژل شویو د کورنۍ غړی دی وایي، د برېټانوي ځواکونو په هوایي برید کې یې د کور او کلي ۴۶ تنه په یوه ورځ وژول شول.

هغه طلوع نیوز ته وویل:«۴۶ تنه په دغه بند کې شهیدان شوي او ۳۶ تنه یې موږ دلته پټ کړي دي.»

عبدالواجد د دې ولسوالۍ یوې بلې سیمې اوسېدونکی دی. نوموړی وایي، د برېټانوي ځواکونو د هوایي برید پر مهال یې د کورنۍ د اوو غړو په ګډون د دغه کلي ۴۵ کسانو ژوند بایللی دی.

هغه وویل:«ماښام وو چې الوتکې راغلې او لومړی ټک یې وکړ، سرای له ښځو او ماشومانو او مومنانو ډک وو.»

بل خوا بیا د هلمند سیمه ییز مسوولین وايي، هغه نړۍوال بنسټونه چې د عدالت د پلي کېدو تر نامه لاندې فعالیت کوي، باید له بې ګناه افغانانو سره شوی ظلم وڅېړي.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض هم څرګندوي:«فرضاً داسې یو بنسټ وي نو له هغو څخه مو دا توقع ده چې د دې ښه بررسي وکړي او ښه تحقیق یې وکړي.»

پر همدې حال د یو شمېر وژل شویو د کورنیو غړي بیا له نړۍوالو د عدالت او غرامت غوښتونکي دي.

د وژل شویو د کورنۍ غړی شېرآغا وايي:«موږ خو اول دا غواړو چې دغه کس محاکمه شي او له دغه کس څخه زموږ تاوان واخیستل شي.»

د وژل شویو د کورنۍ بل غړی عبدالله هم څرګندوي:«غوښتنه مو دا ده نړۍوال باید دغه سړی راوغواړي دا ظلم یې چې له موږ سره کړی دی محاکمه یې کړي او زموږ تاوان موږ ته راکړي.»

له دې مخکې هم په ارزګان او هلمند ولایتونو کې د جګړو د قرباینانو کورنیو د عدالت غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه