Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناکامورا برنامې او د خلکو پر ژوند یې مثبتې اغېزې

اقتصاد وزارت وايي، د ناکامورا پلانونه او پروژې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو په پراختیا او د خلکو اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مثبتې اغېزې لري دي.

د دې وزارت ویاند زیاتوي، د هېواد په کچه د دا ډول پروژو دوام او پلي کېدل د کرنې سکټور په وده او د اوبو په مدیریت ښه اغېز لرلی شي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: «د دې پروژو بشپړول او دوام په کرنې سکټور کې د کار زمینه برابروي او کولای شي د اوبو لګولو لپاره به دا ډول پروژوې په نورو ولایتونو کې هم پلې شي.»

ورته مهال د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، کومې برنامې چې د ناکامورا له لوري په‌دې ولایت کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، په‌دې ولایت کې یې د کرنې ودې ته زمینه برابره کړې او هغوی د ناکامورا له دې کارنامو ستاینه کوي.

د ننګرهار اوسېدونکی سید احمد میاخېل وايي: «ناکامورا یو داسې څوک و چې د بزګرانو ستونزو ته یې رسېدنه کړې وه، داسې بندونه یې جوړ کړل چې د سربندونو جوړولو ته اړتیا نه‌شته.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی عطا‌ءالله صافی وايي: «یو داسې ستره پروژه یې جوړه کړه چې کانال یې ۲۷ مټره پلنوالی لري او نږدې زرګونه جریبه ځمکه پرې خړوبېږي او خلک یې له اوبو ګټه اخلي.»

د ننګرهار اوسېدونکي داسې مهال د ناکامورا د کارنامو ستاینه کوي چې په تازه توګه د ریاست‌الوزرا مرستیال کونړ ته د سفر پر مهال پر کونړ سیند د ناکامورا له لوري د جوړو شویو پروژو لېدنه کړې.

ملا عبدالغني برادر د کونړ ولایت له سیمه‌ییزو مسوولانو غوښتنه کړې چې د عامه خدماتو په وړاندې کولو کې هڅه وکړي.

ناکامورا چې په کاکا مراد هم مشهور و، د کونړ د سیند د اوبو د مدیریت په موخه د هېواد په ختیځ کې ۱۱ ستر او کوچني بندونه جوړ کړل، څو دغه اوبه د ننګرهار ولایت د ښېرازۍ او ځمکو د خړوبولو لپاره وکارول شي.

د داقتصاد وزارت ویاند زیاتوي، د هېواد په کچه د دا ډول پروژو دوام او پلي کېدل د کرنې سکټور په وده او د اوبو په مدیریت ښه اغېز لرلی شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه