Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یوې اوونۍ کې له ترکیې د کابو ۵۰۰ افغان وګړو شړل

د ترکیې حکومت اعلان کړی چې په وروستۍ یوې اوونۍ کې کابو ۵۰۰ افغان وکړي یې له خپل هېواده ایستلي دي.

د دې سربېره، راپورونه رسوي چې څه باندې ۵۰۰۰ نور افغان وګړي په ترکیه کې په بند کې دي او په نږدې ورځو کې هېواد ته به راستانه کړل شي.

ځينې افغان پناه غوښتونکي چې اوس اوس ترکیې ایستلي دي، د ترکي پوځيانو له بد چلن شکایت کوي.

بلال د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د دویم کال محصل دی. ده اوه میاشتې وړاندې پوهنتون پرېښود او د کار د پیدا کولو لپاره ترکیې ته ولاړ.

دی وایي، چې په ترکیه کې د پولیسو له لوري ونیول شو او تر وهلو ټکولو وروسته افغانستان ته راستون کړای شو.

هغه وویل:«د خبرو کولو حق نه لرئ یوازې وهل ټکول دي. تر هغې چې ستړي شي او یا خدای یې په زړه کې رحم واچوي.»

را ایستل شوی کډوال اکرم وايي:«موږ یې لاس او پښې تړلې تر ګرګان راوستل سمه ډوډۍ یې نه راکوله؛ هرو څلورو تنو ته یوه لوښی خواړه او دوه ډوډۍ ورکولې.»

بل خوا، د ترکیې اناتولي آژانس وایي، چې ترکیه به په راتلونکو ورځو کې نږدې شل زره کډوال چې تر پنځه زرو ډیر یې افغانان دي، له دغه هېواده وباسي.

اخوا، یو شمېر کډوال چې په ترکیه کې ژوند کوي، وایي، چې دغه هېواد د افغانانو لپاره د اقامې او د هغې د تمدید شرایط سخت کړي دي.

په ترکیه کې افغان کډوال معاذالله سلطان اوغلو څرګنده کړه:«د ترکیې دولت د افغان کډوالو لپاره شرایط ډېر ستونزمن کړي دي او په اوسنیو شرایطو کې هېڅ کډوال اقامه نه شي اخیستی.»   

اخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې اسلامي امارت د افغانانو د اجباري ایستلو په تړاو د ترکیې له چارواکو سره خبرې کړې دي.
  
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«موږ په جریان کې یوو چې دغه اجباري ایستنه ودرول شي او افغانان په اجباري توګه ونه ایستل شي.»

د کډوالو چارو فعال عبدالملک افغان وايي:«د کډوالو لپاره نړۍوال قوانین امر کوي چې کوربه هېوادونه باید له کډوالو سره نېک چلن وکړي او د کوربتوب په پار یو اندازه پیسې هم ورته ورکول کېږي.»

د رپوټونو له مخې، د ترکیې د کډوالې ادارې د نوي زیږدیز کال په لومړیو پنځو ورځو کې تر ۴۷۰ تنو زیات افغان کډوال ایستلي دي.

تر دې وړاندې، د ترکیې حکومت په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي، چې په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې له دغه هېواده د ایستل شویو  ۱۲۴ زرو کډوالو له منځه ۶۸ زره یې افغانان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه